د لاسرسي ځای

پاکستان میشتي افغان استادان وايي، پولیس یې ځوروي


په پاکستان کی د افغان سکولونو مدیرانو په اسلام آباد کې د افغانستان له سفير عمر زخېلوال سره د لیدو مهال شکایت وکړ چې پولیس یې ځوروي

په پاکستان کې د افغان سکولونو او لېسو مدیران وايي چې د قانوني اسنادو لرلو باوجود د پېښور پشمول د ملک په يو شمېر برخو کې د پوليسو لخوا ځورول کېږي نو افغانستان حکومت دې د مدیرانو، استادانو او شاګردانو دا ستونزې په نظر کی وساتي او د حل لپاره دې ګامونه پورته کړي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارتخانې يو چارواکي مشال ريډيو ته وويل چې د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د افغان سکولونو او لېسو دوه ديرش (۳۲) مدیرانو د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال سره وليدل او په پاکستان کې يې له خپلو ستونزو خبر کړ.

تر لیدو ورستو په پاکستان کې د افغان سکولونو مديرانو د شورا رئيس نور حبيب حبيب مشال ريډيو ته وويل چې په دغه هېواد کې دوه سوه اتياو (۲۸۰) پورې افغان سکولونه او لېسې دي چې پکې په زرګونو زده کونکیو ته درس ورکوي. دوی وویل، پکار ده دلته میشت مدیرانو او استاذانو ته هم هغه حقونه ورکړي چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې مدیرانو او استادانو ته ورکول کېږي.

د نوموړي وينا وه چې د پاکستان حکومت يې د کارتونو موده د روان کال تر آخره غځولې ده او قانوني اسنادو لرلو باوجود په خيبر پښتونخوا او خصوصا په پېښور کې پوليس هره ورځ په سوونو مديران، استادان او شاګردان نيسي او پېسې ترې اخلي.

د نور حبيب حبيب وينا وه چې په پاکستان کې يې قريبا څلور لسيزې تېرې کړې او چې کومو حالاتو سره اوس مخاکخ دي نو په تېرو وختونو کې له داسې حالاتو سره نه دي مخامخ شوي.

د ذکر ده چې تيره ورځ د خيبر پښتونخوا وزير اعلا پروېز خټک مشال ريډيو ته ويلي ول، پولیسو ته یې امر کړی چې هېڅ یو کډوال دې بې ځایه نه تنګوي ځکه چې په هېواد کې میشت کډوال یې مېلمانه دي چې تر څو هغوی خپل وطن ته ستنېږي نو دلته به یې د مېلمنو په توګه خیال ساتل کېږي.

د مديرانو شورا پخواني رئيس احمد زبير سيال وينا وه چې د سفير په وړاندې يې خپله دا غوښتنه هم کيښوده چې په سونو مديران چې د تېرو شلو او ديرشو کالو راهسې په پاکستان کې ميشت دي او په زرګونو شاګردان يې روزلې دي دا موديران نه خو په افغانستان کې زمکه لري او نه کور او دوي چې بيرته خپل ملک ته ستانه شي نو افغانستان حکومت به ورسره څه قسمه مرستې کوي.

د نوموړي وينا وه چې عمر زاخيلوال ورته ډاډګيرنه ورکړه چې غوښتنې به يې د افغانستان اولسمشر اشرف غني ته رسوي.

دی مدیرانو په وینا چې د دوي پشمول پنځوس (۵۰) کسيزه پلاوې به په دې نږدې ورځو کې کابل ته ځي او هغلته به د معارف وزارت او ځنې نورو چارواکو سره وويني او خپلې ستونزې په يې په وړاندې ږدي.

XS
SM
MD
LG