د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ صدر سيمه کې ډزې، دوه پوځي اهلکار وژل شوي


کراچۍ: امنیتي اهلکار پر پوځي سرتېرو د برید ځای پلټنه کوي. ۲۶م جولای ۲۰۱۶
کراچۍ: امنیتي اهلکار پر پوځي سرتېرو د برید ځای پلټنه کوي. ۲۶م جولای ۲۰۱۶

د کراچۍ صدر سيمې له پارکنګ پلازې سره نزدې ناڅرګندو موټرسايکل سورو په ډزو کې د پاکستان پوځ دوه اهلکار وژل شوي دي.

د ښار جناح روغتون د وياندې ډاکټرسيمي جمالي په وینا چې يو اهلکار روغتون ته د وروړلو پروخت او بل په روغتون کې د جراحۍ عملياتو پرمهال ساه ورکړې ده.

د وژلی شوو کسانو پېژندګلو د حوالدار عبدالرزاق او سپاهي خادم حسېن په نومونو سره ه شوې ده. د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې وياند احسان الله احسان له نامعلومه ځايه مشال راډيو ته د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG