د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو جاپاني ۱۹ معذوران په چاړه وهلو وژلي


راپورونه وايي په جاپان کې له ټوکیو سره نزدي د معذورانو مرکز مخې یوه تن په چاړه نولس کسان وژلي او ۴۵ یې زخمیان کړي دي.

د راپورونو له مخې پولیسو ۲۶ کلن ساتوشي یوماتسو له هغه ورسته ونیولو چې د سېشنبې ګهیځ یې د ټوکیو جنوب لویدیځ لور ته په ۲۵ میله واټڼ کې پروت ښار ساګامیهاره کې ځان پولیسو ته تسلیم کړ.

د جاپان سرکاري خبري اداري این ایچ کې ویلي دي چې مشکوکه بریدګر د سوکي یمایوري ګارډن فېسلیټي نومي د معذورانو په اداره کې پخوانی کارکونکی و۔ د راپورونو له مخې یوماتسو پولیسو ته ویلي، د کار یې ځکه کړي چې له نړۍ له معزورانو پاکه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG