د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنډرز: مېرمن کلنټن به یوه تکړه ولسمشره وي


د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ډيموکراټ ګوند پخواني امېدوار (کاندید) سېنېټر برني سېنډرز
د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ډيموکراټ ګوند پخواني امېدوار (کاندید) سېنېټر برني سېنډرز

د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ډيموکراټ ګوند پخواني امېدوار (کاندید) سېنېټر برني سېنډرز د دوشنبې ورځپه جزباتي انداز د هیلري کلنټنې نوماندېدنه ومنل.

د ډموکراټانو ملي کنونشن ته یې په وینا کې وویل، د امیداوارۍ لپاره د هغه پخوانۍ سیاله هیلري کلنټن باید د امریکا راتلونکې ولسمشره جوړه شي.

په داسي حال کې چې هیلري کلنټنه د نومبر په اتمه نېټه د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ سره د مقابلې لپاره تیاریانې کوي، د کنونشن لومړۍ ورځ د سېنډرز پلویانو لخوا په هیلري کلنټن پسې له نارو لګولوپیل شوه.

برني سېنډرز د دوشنبې ورځ په فیلاډېلفیا کې د ډیموکراټ ګوند شاوخوا ۵۰۰۰ زرو استازیو ته وویل، ویاړي چې نن شپه له هیلري کلنټنې سره ولاړ دی او مېرمن کلټن به یوه تکړه او ډېره ښه ولسمشره وي.

مشیل اوباما وايي، "زه له هېلري کلنټې سره ولاړه یم"

د متحده ایالاتو امریکا لومړۍ مېرمنې میشل اوباما په فیلاډېلفیا کې د ډموکراټانو ملي کنوېنشن ته په خپله وینا کې د هېلري کلنټنې په په جار ملاتړ اعلان کړ او ویې وویل چې،"زه له دې سره یم. " هغې د جمهوريپالانو ولسمشرۍ کاندید ډونالډ ټرمپ ته نېغ ګوتنیولو مهال وویل د هغه په پرتله د مېرمنې کلنټن کردار او طبعیت د پوځ سرلښکرۍ (لویې درستیزې) لپاره تر ټولو غوره دی، او زیاته یې کړه چې د سپینې ماڼۍ لپاره دا تر ټولو غوره پیاوړې څهره ده. هغې پر ډمومراټانو غږ وکړ چې د هېلري کلنټې ملاتړ وکړي. د رویټرز ویډيو

مشیل اوباما وايي، "زه له هېلري کلنټې سره ولاړه یم"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:17 0:00

XS
SM
MD
LG