د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: افغان کډوال مو مېلمانه دي


د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران سره د کډوالو پر ستونزه د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال لیدل ول.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران سره د کډوالو پر ستونزه د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال لیدل ول.

عمران خان په پښتونخوا کور اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل حقانيې مدرسې ته د فنډ ورکولو مقصد په دغه مدرسه کې اصلاحات راوستل دي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان اعلان کړی چې په خېبر پښتونخوا کې د مدرسو په اصلاحاتو کار شروع شوی دی او په دې لړ کې صوبایې حکومت او دارالعلوم حقانیه ترمېنځ په مفاهمتي یاداښت لاسلیک شوی دی.

د دې مفاهمتي یاداښت لاندې د دیني علومو پشمول عصري او جدید علوم به هم ورکول کېږي.

”موږ هغوی ته د ساینس زده کړې ورکول غواړ چې هغوی ته نوکریانې ملاو شي، موږ به ورته د دین علاوه نور مضامین هم ښیو چې هغوی د دې ټولنې برخه جوړه شي. په دې ډېر زیات شور را-اوچت شوی وو چې ګنې موږ څه ظلم وکړو. زموږ منشور دی چې د ټولو تعلیمی ادارو نظام یوډول کړو، د مدرسو ۲۲لاکه زده کونکیو ته د جدید تعلیم موقع نه ملاوېږي، موږ په مدرسو کې اصلاحات راوستل، په یاد مو وي چې د جنرل مشرف په دور کې مدرسو دا ګام رد کړی و او زه خوشاله یم چې خېبر پښتونخوا په خپله په مدرسو کې اصلاحات شروع کوي. “

عمران خان زیاته کړه چې په خېبر پښتونخوا کې یې یو مالي کمېشن جوړ کړی دی، چې له مخې به یې هرې ضلعې ته فنډونه ورکول کېږي او په دې کې به د چا لخوا هېڅ سیاسي مداخلت نه کیږي.

په پښتونخوا هاوس اسلام اباد کې د پرېس کانفرنس په وخت د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وېنا وه چې په خېبر پښتونخوا کې اوس به څوک هم ځانګړې فنډونه نشي استعمالولی.

عمران خان زیاته کړه چې پرمختیایې فنډونه به اوس د صوبایې اسمبلۍ غړیو ته نه ورکول کیږی بلکې دا به مقامی نماینده ګانو ته ورکول کېږی.

نوموړي د مقامی ادارو لپاره ۳۳ اربه روپو اعلان هم وکړو او ویې وویل چې د خېبر پښتونخوا مقامي نظام به د نورو صوبو لپاره مثالي وي.

“د جنرل ضیا الحق په دور کې پرمختیایې فنډونه د رشوت په توګه استعمالېدل، او په مرسته به یې سیاستوال خرڅېدل او د دې له وجې په ټول پاکستان کې کرپشن زیات شو، موږ دا ختموو او دا به د ټولو صوبو لپاره یو مثال جوړېږي. زموږ د صوبایي اسمبلۍ غړي به اوس په قانونسازۍ کار کوي او د مقامي ادارو نماینده ګان به په لاندې سطح د خلکو خېر ښېګړې لپاره کار کوی”

عمران خان خپلو خبرو کې خبریالانو ته ووېل چې خېبر پښتونخوا کې نظام په بدلولو کې ورته د خنډونو مخه ده، ځینې کارونه ځکه و نه شو چې په وړمبي ځل په حکومت کې راغلو.

ده وويل چې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی ادارې مضبوطې کړې دي.

د ده په وېنا چې د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک پولیس غېر سیاسي کړبی دی او د صوبې د پولیسو له مشره په دې لړ کې پوښتنه کولای شئ.

خبریالانو ته د پاکستان تحریک انصاف وینا وه چې د یو غېر سرکاري ادارې پلډاټ د مالوماتو ترمخه درې کاله مخکې خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاته درغلي کیدله خو اوس دا د نورو صوبو په مقابله کې ښه شوې ده او په تېرو درېوو کالو کې د کرپشن غټ کېس مخې ته نه دی راغلی.

عمران خان وويل چې نوی احتساب قانون به هم جوړېږي او په یو محکمه کې که څوک هم کرپشن په ګوته کړي نو د هغې پنځویشت فیصده برخه به ورته ملاوېږي.

“اوس به چې د صوبایې اسمبلې کوم نوې سېشن شروع کیږی نو په دې کې د ټولو مخکې چې کوم قانون موږ به منظورو نو هغه نوی احتساب قانون دی. دا بو د وړمبې نه هم طاقتور احتساب وي چې بلکل ازاد او خودمختاره به وي. په وړمبې قانون ډېرې خبرې شوې وې خو دا به تر هغه هم طاقتور وي”

د هسپتالونو په اړه عمران خان وویل، چې په هسپتالونو کې یې نظام تبدیل کړی دی او د تعلیم لپاره تر ټولو زیاته پېسه لګول کېږی.

عمران خان وویل تاثر دا دی چې د افغان کډوالو له وجې ترهګري سېوا کېږي، موږ د افغان مهاجرینو معاملې په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند په مشرۍ یوه کمیټۍ جوړوو.

دا کډوال موږ مېلمانه دي، له دوي سره به هېڅ زیاتی نه کېږي.

XS
SM
MD
LG