د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر پوهنتون لپاره اووه لویې ودانۍ جوړېږي


که څه هم د یو کال په موده کې د لوګر نوي پوهنتون ته د اووه (۷)اساسي ودانیو جوړولو کارونه پیل شوي او یا په پیلیدو دي، خو د پوهنتون زده کوونکي وايي، دا مهال په ښوونیز بهیر کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د دوی په خبره تر اوسه مجهز کتابتون، د کمپیوټر او انټرنیټ اسانتیا همدارنګه مناسبې تدریسي ودانۍ نه لري.

بلخوا د لوګر چارواکي که له یوې خوا د محصلانو ستونزې پر ځای بولي، خو زیاتوي چې د پوهنتون ودانیزو او ښوونیزو اړتیاوو د پوره کولو په هڅه کې دي او پدې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د لوګر والي حلیم فدايي وايي، چې د یاد ولایت پوهنتون ته د روان کال په اوږدو کې د پنځو ودانیو د جوړولو کارونه پیل شوي او د راون کال تر پایه به د دوو نورو ودانیو د جوړولو کارونه هم پیل شي او پدې توګه به یاد پوهنتون اوه اساسي ودانۍ ولري.

نوموړی هم د پوهنتون د ځنو موجودو ستونزو د پوره کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پاملرنې غوښتنه کوي.

د لوګر والي حلیم فدايي زیاتوي:

((د لوګر په پوهنتون کې به انشاالله ددې کال په اوږدو کې د ۷ ودانیو کارونه ځني پیل او بعضې بشپړ شي، د پوهنتون لپاره نورې اړتیاوې هم لرو، پنځه سوه جریبه ساحې څخه د احاطې د دیوال راتوول دي، زموږ هیله داده چې د لوړو زده کړو محترم وزارت به د لوګر په پوهنتون کې د کتابتون، انټرنیټ او نورو سهولتونو لپاره چې لازم دي مرستې وکړي.))

د لوګر پوهنتون یوه تنه ښځینه محصله مقدس سعادت په یاد ولایت کې د پوهنتون جوړول په ځانګړي ډول د نجونو لپاره ډېر په ګټه بولي:

((د لوګر د پوهنتون په جوړولو سره مو اکثره ستونزې حل شوي دي، ځنې نجونې وې چې ښه لیاقت او وړتیاوې يې درلودې، خو د کورنیو ستونزو او نورو دودیزو مشکلاتو له لاسه يې له لوګره د باندې د زده کړو اجازه نه درلوده، له کوم وخت نه چې د لوګر پوهنتون ایجاد شو، په رښتیا چې موږ ته ډېر ښه امکانات برابر شول او موږ کولای شو لیسانسې هم فارغې شو.))

د لوګر پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي د درېیم کال محصل فهیم ستانکزی مجهز کتابتون، د انټرنیټ اسانتیا او د ودانیو نشتون په اوسني وخت کې د پوهنتون د مهمو ستونزو څخه یادوي.

فهیم ستانکزی زیاتوي:

((دا خو مالومداره خبره ده چې لوګر پوهنتون نوی ایجاد شوی او ستونزې لري، مثلاً د کتابخانې ستونزه ده چې د محصلانو ټول مشکل په کې حل شي، د انټرنیټ د نشتوالي ستونزه ده او د ودانیو د کمښت ستونزه ده، پوهنتون ډېره ښه شی ده، ځکه د ځوان نسل تعلیمي سطحه په کې لوړیږي، که پوهنتون نه وي، موږ بې سواده پاتې کیږو او په نړۍ کې پرمختګ نشو کولای.))

د لوګر پوهنتون رييس وحیدالله عبدالرحیمزی وايي چې یاد پوهنتون ته پنځه سوه جریبه ځمکه ځانګړې شوې، د ۹۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ورته د څلورو ودانیو د جوړولو کار یوولس میاشتې مخکې پیل شوی، د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې بلې ودانۍ کارونه يې درې ورځې وړاندې شروع شول:

((په لوګر کې څلور پروژې تقریباً د ۹۳ میلونه افغانیو په ارزښت باندې يې عملاً کار جریان لري، څلور تعمیره دي، چې دوه يې تدریسي، یو اداري او یو بل يې د لیلیې تعمیر دی، انشاالله تر قوس میاشتې پورې به د څلورو واړو تعمیرونو کارونه بشپړیږي.))

د لوګر پوهنتون رييس د یاد پوهنتون له ټولې ساحې څخه د چاردیوالی راتوول هم د پوهنتون په مهمو اړتیاوو کې بولي او غوښتنه کوي چې پدې برخه کې دې دوی سره همکاري وشي.

د یادونې وړ ده د لوګر پوهنتون دا مهال د ښوونې روزنې پوهنځی لري، چې ۳۵۰ محصلان په کې په څلورو بیلابیلو دیپارتمنتونو کې پر زده کړو بوخت دي، د یاد پوهنتون ۴۳ تنې محصلانې نجونې دي.

د لوګر پوهنتون چارواکي هیله څرګندوي چې په راتلونکې نوي کال کې به یاد پوهنتون ته د کرنې یا زراعت پوهنځي تشکیلات هم ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG