د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اقتصادي راهدارۍ غربي برخې نښې نښاني نه ښکاري'


پښتونخوا ملي عوامي ګوند واېي وفاقي حکومت د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ غربي سړک جوړولو کې سنجیده نه دی او هم دا وجه تر دې دمه ېي نه د دې لپاره زمکه اخزستې او نه ېي فزیبلټي رپورټ جوړ کړی دی.

دا خبره د یاد ګوند سېنېټر عثمان کاکړ د منصوبه بندئ لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍپه غونډه کې کړې ده.

اسلام اباد کې پارلیمنټ هاوس کې د منصوبه بندئ لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ غونډه کې د پښتونخوا ملې عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ د نېشنل های وې له یو افسره د غربي سړک په حواله وپوښتل نو د هغه ویناوه چې حکومت د غربی سړک لپاره ځمکه اخیستل غواړي خو قبایل مزاحمت کوي.

نن له مشال راډیو سره په خبرو کې سېنېټر عثمان کاکړ وویل چې هم دا رنګ د چین پاکستان اقتصادي کوریډور لپارهد سېنېټ پهخصوصي کمېټۍکې هم د بلوچستان تعلیم وزیر ښه په ډاګه ویلي ول چې حکومت د غربي سړک خبره کوي خو تر دې دمه ېي له دوی سره د ځمکې اخیستو لپاره هېڅ رابطه نه ده کړې.

عثمان کاکړ وویل، وفاقي حکومت په دوو ټول ګوندیزو غونډو کې له ولس او سیاسي ګوندونو سره ژمنه کړې چوه ې دوی به په دې منصوبه کې مغربي سړک ته خاص اهمیت او توجه ورکوي چې له پښتون میشته سیمو تېریږي.

خو حکومت د دې باوجود له دې منصوبې غربي سړک ويستلې دی او یواځې ېي په پنجاب کې په شرقي سړک کار پېل کړې.

نوموړي زیاته کړه:

(د دې پي سي ون نه دی جوړ شوی، فزیبلټي رپورټ ېي نه دی جوړ شوی او دا رنګ ټېنډر هم نه دی شوی. نو زه فکر کوم چې دوی به د پښتون میشته سیمو لپاره پي سي ون یواځې په درو کالو کې جوړ کړي او د پنجاب شرقي سړک به په درو کالو کې سرته ورسوي او بیا به وایي چې له موږ سره پېسې نشته نو دا اوس چې کوم کارونه شورو دي، ښکاري داسې چې وزیراعظم له خپلو وعدو پرشا شوی دی، نو معنا پښتانه دې په دې تمه نه کښېني چې زموږ غربی سړک به دوی راجوړوي، دا حکومت به ختم شي خو د دې غربی سړک پي سي ون او فزیبلټي رپورټ او ټېنډر به رانشي.)

وفاقي حکومت به هرومرو غزبی لار جوړوي

کله چې مشال راډیو په دې اړه د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزیر احسن اقبال سره بیا بیا رابطه وکړه نو رابطه ورسره ونشوه خو چې د وزیر اعظم نوازشریف د سلاکار امیرمقام نه یېپه دې حقله وپوښتل نو هغه وویل چې حکومت به لازمي مغربي سړک جوړوي ځکه چې دا د خېبر پښتونخوا او بلوچستان حق دی.

نوموړي زیاته کړه:

( زه په خپله په ډېر سنجیدګۍ سره دې کې ډېر کوشش کوم چې دې کې حقايق مخې ته راشي او که دا خبره ثابته شوه چې په دې منصوبه کې داسې سړک وو او هغه یې بغېر د څه وجې ختم کړی نو موږ به تر دې سیاسي ګوندونو مخکې احتجاج کوو او موږ سیاست د دې خپل قام او خپلې صوبې لپاره کوو لومړی زموږ قام او صوبه ده او بیا روستو سیاست او حکومت دی.)

یاده دې وي د خیبرپښتونخوا حکومت هم یو وارې بیا د چین پاکستان اقتصادي کوريډور لړ کېاندېښنې څرګندې کړي او د وزیر اعلا سلاکار مشتاق غني یو بیان کې ویلي که چېرې وفاقي حکومت خپلېکړې وعدې پوره نه کړېنو دوی به په سېنېټ، قامي اسمبلۍ او صوباېي اسمبلۍ کې اواز پورته کوي او د دې پر ضد به تحریک چلوي.

XS
SM
MD
LG