د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پوليو پر ضد پینځه ورځنی کمپاین پیل شو


د روغتیا چارواکي وايي چې په دغه کمپاین کې به څه باندې څلور لکه هغو ماشومانو ته د ویکسین دوه څاڅکي ورکول کيږي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.

د پوليو پر ضد د ویکسینو دغه کمپاین د دوشنبې په ورځ پيل شو چې د جمعې تر ورځې پورې به دوام وکړي. د ننګرهار د عامې روغتیا مرستيالې ډاکټر مقدسې معراج يوه ماشوم ته د دوه څاڅکو ويکسینو په ورکولو سره د کمپاین پرانسته وکړه. نوموړې وویل چې د کمپاین په دوران کې به د ننکرهار په یوولسوهغو ولسواليو کې څه باندې څلور سوه زرو هغو ماشومانو ته د ويکسینو دوه څاڅکې تطبیق شي، چې د پولیو له ګواښ سره مخ دي. نوموړي وویل:

(( د ننګرهار ولایت په هغو یوولسو ولسواليو کې چې ماشومان په کې د پوليو له خطر سره مخ دي، هلته به پينځه ورځې د پوليو پر ضد د ویکسینو د څاڅکو کمپاین وشي چې ۴۱۰۶۰۰ ماشومان تر هدف لاندې دي چې باید ویکسین شی. په دې کمپاین کې به ۲۵۴۰ تنه روغتیا پال پرسونل په خدمت بوخت دي، چې ماشومانو ته ویکسین تطبیق کړي.))

ډاکتر احمدالله نصرت په والدینو غږ کوي چې د ویکسینو د تطبیق په دوران کې کوم ماشوم ویده وي له خوبه دې پاڅول شي او د ویکسینو دوه څاڅکې ورکول شي.

(( دا ډېر مهم ویکسین دي، له والدینو څخه زما هیله دا ده چې تر پينځو کلونو ښکته ماشوم که ناروغ وي او يا هم ویده وي، له خوبه پاڅول شي او ويکسین ورته تطبیق شي. دې ته به نه ګوري چې ماشوم ویده دی او يا هم ماشوم ناروغه دی.))

د ننګرهار د حج او اوقافو رياست مرستيال مولوي لالتان همت هم په ولس غږ کوي چې خپلو ماشومانو د پوليو پر ضد ویکسين تطبیق کړي.

(( په دې کې د شرعیت هيڅ قسم مخالفت نشته، ټولو افغانانو، خویندو او میندو ته په اخلاص دا غږ کوم چې خپل ماشومان له ولادت نه تر پينخو کلونو پورې د پوليو پر ضد ويکسین کړي.

د ننکرهار روغتيا چاوراکي وايي چې د ۲۰۱۶ کال راهيسې په ټول افغانستان کې د پوليو شپږ پېښې ثبت شوي چې څلور يې په کونړ ولایت کې، يوه پېښه په کندهار او بله هغه يې په هلمند ولایت کې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG