د لاسرسي ځای

د ننګرهار چارواکي دعوه کوي چې د تیرو څلروبشت ساعتونو په دوران کې د کوړنیو ځواکونو له لوذي د بېلابېلو ځمکني او هوایي بریدونو له امله ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور یې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د دوشنبې پر سهار مشال راډیو ته وویل:د اچین ولسوالۍ په بانړر خوله سیمه کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۱ تنه نور یي ټپیان شوي دي.

خوګیاڼی زیاتوي چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ژی سر سیمه کې د هوایي برید له امله ۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي.

د خوګیاڼي په خبره په یادو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونږ ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

XS
SM
MD
LG