د لاسرسي ځای

کابل: د دهمزنګ پېښې څېړلو لپاره کمېسیون ګمارل کېږي


کابل: د شنبې ورځ پر لاریون نرسره شویو دوو ځانمرګیو بریدونو ۶۶ تنه ووژل او ۳۰۵ نور یې ژوبل کړل

کابل: د شنبې ورځ پر لاریون نرسره شویو دوو ځانمرګیو بریدونو ۶۶ تنه ووژل او ۳۰۵ نور یې ژوبل کړل

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په کابل کې د ترسره شويو خونړیوږ بریدونو په اړه یې د یوه ځانګړي پلټنیز کمېسیون پر جوړولو کار روان دی.

د شنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې د جنبش روشنايي پلویانو پر یوه لاریون ځانمرګي بریدونه وشول چې د وروستیو شمېرو له مخې ۶۶ تنه پکې وژل شوي او ۳۰۵ نور ژوبل شوي ول.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د یکشنبې ورځ ازادي راډیو ته وویل، د هغو بریدونو څرنګوالي او عواملو په اړه د ځانګړي پلټنیز کمېسیون غړيو تاکلو چارې به د دوشنبې ورځ (نن) بشپړې شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"امنیتي ادارو ته ویل شوي چې خپل باصلاحیته استازي معرفي کړي. همدا راز د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، معترضینو او د مرکزي سیمو سپین ږیرو ته هم ویل شوي چې خپل استازي معرفي کړي. تر دوشنبې به معلومه شي چې کوم کسان په دې ترکیب کې شامل دي."

د جنبش روشنايي په مشرانو کې د احمد بهزاد ترڅنګ یو داود ناجي دی چې د حکومت له خبرداري سره سره یې د دې لاریون مشري وکړه.

ناجي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ځانګړي پلټنیز کمېسیون کې ګډون ته چمتووالی وښود.

د جنبش روښنايي یو مشر داود ناجي

د جنبش روښنايي یو مشر داود ناجي

ناجي وايي:

"موږ لومړیتوب د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته ورکوو چې په دې اړه پلټنې یې د سترګو په وړاندې په شفافیت سره ترسره شي خو که دا کار د جنبش روشنايي ولسي شورا ته وړاندې شي نو خپل استازي به ور معرفي کړي."

خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند ښاغلی مرتضوي وايي چې د جنبش روشنايي پر غړیو سربېره د هزاره قوم ځیني نور استازي به هم په دې اړه په تحقیقاتو کې ګډون وکړي.

ښاغلی مرتضوي وايي:

"د روشنايي جنبش په مشرتابه کې زیات شمېر کسان وو چې د اسد د دوهمې له مظاهرو مخکې ووتل، لکه صادق مدبر، کریم خلیلي، عزیزالله شفق او نور وکیلان. په دې کمېسیون کې د هغو د استازو ګډون د دې قضیي د لا روښانه کیدو سره مرسته کولای شي."

د جنبش روشنايي یوه پلوي او په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي مولوي عبدالرحمن رحماني چې د چارواکو له خبرداري وروسته یې په لاریون کې له ګډون څخه ډډه وکړه هم د تحقیقاتو له موظف کمېسیون سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي رحماني زیاته کړه:

"چمتو یم چې د جنبش روشنايي او خلکو په استازیتوب د دې ډول قضیو په اړه په تحقیقاتو کې مرسته وکړم چې دا دوه اړخونه لري- یو د شنبې ورځې پېښه او بل د دې ډول ملي قضیو حقیقت موندنه."

ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ له دې پېښې سمدستي وروسته د لوی څارنوال په مشرۍ د تحقیقاتو لپاره د یوه کمېسیون د جوړېدو امر وکړ څو د پېښې په اړه هر اړخیز تحقیقات وکړي.

ښاغلي غني ژمنه وکړه چې ګرمو کسانو ته به که په حکومت کې دي او که له حکومته بهر سزا ورکړل شي.

د کابل پېښه

د افغانستان روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي، په دهمزنګ سیمه کې د شنبې ورځ ځانوژونکي حمله کې ټول ۶۶ کسان وژل شوي دي. تر دې مخکې افغان چارواکو د څه باندې اتیا کسانو د مړینې خبر ورکړی و، خو ښاغلي فیروز د یکشنبې ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د مړیو او ژوبل کسانو په اړه نوې شمیرې اعلان کړې:

(ټول زموږ ۶۶ هیوادوال شهیدان شوي چې له دې ډلې د ۳۵ کسانو مړي د هغوی کورنیو ته سپارل شوي او شپږ نورې به د دفاع وزارت په هیلیکوپټرو کې بامیان او غزني ولایتونو ته واستول شي.)

د روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه چې پاتې مړي به هم د هغوی خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د هغې حملې د ټپیانو شمیر په اړه ښاغلي فیروز وویل چې ټول ۳۰۵ ژوبل کسان روغتونو ته انتقال شوي وو چې له دې ډلې نږدې یونیم سل کسان پرون رخصت شول او پاتې لاهم په روغتونونو کې تر علاج لاندې دي.

ښاغلي فیروز وویل چې۱۷ زخميان لاهم په نازک حالت کې دي.

XS
SM
MD
LG