د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: لسګونه داعش وسلوال وژل شوي


د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی

د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش وسله والو پر ضد په پيل شويو عملياتو کې په تېر یو شواروز کې د څو تنو مهمو قوماندانانو په ګډون ۷۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د دعش وسله والو پر ضد دغه هوايي او ځمکني عمليات چې د ننګرهار په اچين او کوټ ولسواليو کې د تېرې یوې اوونۍ راهيسې پيل شوي، لا هم دوام لري. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د شنبې په ورځ ناوخته مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د بېلابېلو هوايي او ځمکني بريدونو په ترڅ کې ۷۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي. نوموړي وايي:

« ، په اچين ولسوالي کې ۲۵ تنه داعشیان وژل شوي دي او همدا رنګه د شنبې په شپه چې هوايي بريدونه په اچین ولسوالۍ کې تر سره شوي، ۳۸ تنه داعش وسله وال په کې وژل شوي دي. او د کوټ ولسوالۍ کې هم د هوايي بريد له امله اته تنه داعش وسله وال وژل شوي چې په دريو واړو بریدونو کې ۷۱ تنه وژل شوي دي.»

خوګياڼي زیاتوي چې په وژل شويو داعش وسله والو کې هغه قوماندان هم شامل دی چې څه موده وړاندې يې ولسي وګړي په بمونو کينولي وو او بيا يې د خلکو په وړاندې بمونو ته چاودنه ورکړې وه.

« په وژلو شويو کې د داعش ډلې قاضي هم شامل دی، همدارنګه د دوی مفتي هم شامل دی، د لس کسيزې ډلې مشر او يو بل قوماندان هم په کې شامل دی، او تر څنګ يې يو تن هغه قوماندان چې ځنګل پاچا نوميږي چې څه موده وړاندې يې په اچين ولسوالۍ کې بې ګناه ملکي وګړي په بمونو کينولي وو او بيا يې بمونو ته انفجار ورکړی و، هغه هم په وژل شويو کې شامل دی. ټول قوماندانان چې موږ ترې یادونه وکړه، د اورکزو ایجنسۍ سره تعلق لري.»

خوګياڼي وايي چې دغه عمليات د افغان ځانګړو ځواکونو له لورې پيل شوي چې بهرني ځواکونه هم ورسره مرسته کوي، د داعش وسله والو پټنځایونه په نښه کوي او بيا يې له منځه وړي. د خوګياڼي په خبره ډير ژر به د ۲۰۱ سیلاب قول اردو تر مشرۍ لاندې د شاهین درې په نوم چې ولسشمر يې سپارښټنه کړې، د داعش پر ضد پراخه عمليات پيل شي.

XS
SM
MD
LG