د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: د دهمزنګ پېښه د اسلامیت او افغانیت سره به ټکر کې ده


د خوست خلک د کابل بریدونه غندي
د خوست خلک د کابل بریدونه غندي

د خوست اوسیدونکي د کابل د دهمزنګ په پېښه خواشیني څرګندوي او زیاتوي، چې هېڅوک نشي کولای په دا ډول بریدونو سره د افغانانو تر منځ قومي او مذهبي اختلافونو ته لمن ووهي.

خوستوال دا ډول پيښې له اسلامي احکامو او د افغانانو له اصیل فرهنګ سره په ټکر کې بولي او زیاتوي چې د ملکي وګړو هدف ګرځونې ته هېڅ راز توجیح نشته.

د خوست یو تن دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان مشال راډیو سره په خبرو کې د دهمزنګ پېښه د افغانان د دښمنانو کار وباله او ويې ویل، چې دا ډول پيښې په افغانانو کې نفاق نشي خپرولی.

مولوي محمدعارف عرفان زیاتوي:

((د افغانستان د خاورې دښمنان هر وخت غواړي چې افغانان په خپلو منځو کې په جنګ او جګړې واچوي، مګر د افغانستان مظلوم او مسلمان خلک هېڅکله جګړه نه خوښوي. دا په موږ تپل شوی جنګ دی، په جګړه افغانستان نه جوړیږي، موږ د دې څلوېښت کلنې جګړې څخه ستړي یو.))

د حامد الدین تڼیوال په نوم د خوست یو اوسیدونکی د دهمزنګ په شان پيښې د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې بولي:

((دا بریدونه بیخي ناروا عمل دی، دا د مسلمان عمل نه دی، چې بل مسلمان وژني، زه کلمه طیبه وایم، بیا کوم ملا او عالم پر ما د کفر ټاپه لګولی شي، زه وایم څوک چې دا کارونه کوي، هغه مسلمانان نه دي.))

د عزیزالله په نوم د خوست د هارونخېلو یو اوسیدونکی وايي، د دهمزنګ د پيښې د قربانیانو د وینو هر څاڅکی ورته قدر لري او خلک حاضر دي، چې د دې پيښې قربانیانو سره د وینې په ګډون هر ډول مرسته وکړي.

عزیزالله زیاتوي:

((نن سبا بیا د خاورې د ښمنان کوشش کوي چې د کورنیو جګړو په شان یو ځل بیا په وروڼو قومونو کې تفرقه خپره کړي، خو موږ دا بریدونه غندو، دا زموږ افغانان دی، قربانیان زموږ وروڼه دي، موږ د دې پيښې د شهیدانو د وینو هر څاڅکي ته سلام کوو، موږ خپله وینه هم ورکوو، چې د دوی ژوند پرې ژغورل کیږي.))

د نظر خاوند زاهدشاه انګار وايي یو شمېر کړۍ هڅه کوي، چې دې پيښې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي، خو اوس افغانان کولای شي، دا ډول لاسونه تشخیص کړي:

((ځنې افغان دښمنه کړۍ هڅه کوي چې دې بریدونو ته داسې رنګ ورکړي، چې د شیعه او سني تر منځ یا د بیلابیلو قومونو تر منځ اختلافات او فاصلې رامنځته کړي، خو د افغانستان خلک متعهد دي، حتماً به هغه څېرې او لاسونه وپيژني، چې له دا ډول پېښو نه د قومي تفرقې او مذهبي تفرقې لپاره ګټه پورته کوي.))

د یادونې وړ ده د لایون په منځ کې په لومړي ځل ځانمرګی برید د تېر ۲۰۱۵ کال د اپریل په دویمه په خوست کې د زرګونو لاریونوالو په منځ کې وشو، چې له کبله يې شل کسان مړه او ۶۲ نور ټپیان شوي ول.

د کابل په دهمزنګ کې پر لاریونوالو د شنبې ورځې بریدونو کې تر اتیاوو ډېر کسان وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دهمزنګ د پېښې له عاملینو د انتقام اخیستو د خبرداري ترڅنګ د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه کړې چې د دهمزنګ څلور لارې د شهیدانو د چوک په نوم ونوموي.

له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د دې لپاره شوی څو راتلونکي نسلونه د ډېموکراسۍ لپاره د خلکو قرباني هېره نه‎کړي.

XS
SM
MD
LG