د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جرمني کې د نهه کسانو وژونکي په اړه پلټنې پيل شوي


پرون په جرمني کې د نهه کسانو وژونکي په اړه پلټنې پيل شوي
پرون په جرمني کې د نهه کسانو وژونکي په اړه پلټنې پيل شوي

پراګ: د یو اتلس کلن ايرانې نژاده جرمن هلک لخوا په يو شاپنګ سينټر او ريسټورنټ کې په ډزو د لږ تر لږه نهو کسانو د وژنې پېښې تر شا د وجوهاتو مالومالو لپاره په جرمني کې پوليسو پلټنې پيل کړي دي.

د جرمني په ميونيخ ښار کې په بيګانۍ حمله کې شپاړس کسه ژوبل شوي هم دې. نن د ميونيخ پوليسو یوې وياندې ايلزبت ميتزينګر ووېل: ((د ولس تګ راتګ لپاره ټريفک خلاص کړل شوی دی، او همدارنګه حالات عادي ته راروان دي))

د جرمني بيلد ورځپاڼې خبر ورکړی چې پوليسو نن سهار وختي د حمله کونکي کور هم لټولی او سامان يې ترې وړی دی.

پولیسو ویلي دي چې دوي په دې پېښه کې د لاس لرونکو لټون له هغه وروسته پای ته رسولی چې د برید کوونکي وسله وال مړی یې وموندو.

د جرمني په میونیخ ښار کې پر یو تجارتي مرکز په وسله وال برید کې د برید کوونکي په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا ، دا برید یو اتلس کلن هلک کړی چې په خټه ایرانی جرمن وو او په هم دې میونیخ ښار کې اوسېدی.

پولیس زیاتوي چې د برید کوونکي مړی د پېښې له ځایه یو کلومیټر لرې په داسې حال کې میندل شوی چې هغه په خپله ځان وژلی وو.

دا پېښه د جرمني له ځايي وخت سره سم د جمعې په مازیګر وشوه چې یو وسله وال کس پر میک ډونالډ نومي رسټورانټ برید وکړ.

یو عیني شاهدې د دې پېښې د سترګو لیدلی حال بیان کړ او ویې ویل ، ”موږ د ډوډۍ خوړلو لپاره په میکډونالډ کې وو، د ډوډۍ فرمايش مو ورکاوه چې ډزې پيل شوې. وارخطايي خپره شوه. په لومړيو کې د رسټورانټ ټول کارکوونکي بيا وروسته نور کسان ورپسې بهر ووتل. ماشومانو يو په بل پسې ژړا پيل کړه“

پوليسو په خپل ابتدايي راپور کې په میونیخ کې تر سره شوی دا برید د ترهګرۍ پېښه بللې خو ويلي يې دي چې دوی په سم دستي توګه داسې نښې نښانې نه دي موندلي چې برید کوونکى کوم سخت دريځى وو.

د جرمني ولسمشر يواخيم ګاوک دغه وژونکې حمله غندلې ده، بله خوا د دغه هېواد وزیرراعظمه انګېلاميرکل نن له خپلې امنيتي شورا سره غونډه کوي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما ددې برید له امله د جرمني له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې جرمني د امریکا له ډیرو مهمو شریکانو دی.

په غربي يورپ کې له تيرو اتو ورځو راهيسې دا دريم لوې بريد دی، چې په کې ولسي وګړي په نښه شوي. ورستي دوه بريدونه د فرانس په نيس او د باويریا په سیمه کې شوي وو، چې اسلامی دولت وسله والي ډلې يې ذمه واري منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG