د لاسرسي ځای

ترکي د ګولن پر ورسپارلو له امریکا سره خبرې کوي


د ترکي د بهرنیو چارو وزیر چاوش اغلو وايي، واشنګټن وړاندیز ورته کړی چې په امریکا کې د میشت ترکي مذهبي شخصیت فتح الله ګولن د بیرته ایستلو پر امکان د غور لپاره کمیسون جوړ شي.

چاوش اغلو پرون د جمعې په ورځ څرګنده کړه چې ترکي په دې کمیسون کې ګډون ته تیاره دی.

هغه ټینګار وکړ چې که امریکا په دې اړه پریکړې ته جدي وي، په لنډ وخت کې د ګولن د ایستلو پریکړه کیدلائ شي خو په غیر صورت کې دا پروسه ښايي کلونه وخت ونیسي.

له بله پلوه ، د ترکي وزیراعظم بن علي یلدریم وايي چې د کودتا په تړاو د تشدد امکان لا ندی پاي ته رسیدلی اوښايي یو شمیر کسان د بې نظمۍ جوړولو هڅې وکړي.

بن علي یلدریم خلکوته ډاډ ورکړ چې د ترکي حکومت پر ټولو چارو واک لري.

XS
SM
MD
LG