د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده قومي مومنټ د خپلو مشرانو د نیول کېدو پر ضد احتجاج کړی دی.


د پاکستان متحده قومي مومنټ د خپلو مشرانو د نیول کېدو پر ضد احتجاج کړی دی.

یاد ګوند د جمعې په مازیګر د کراچۍ د خبریالانو د دفتر مخې ته د مظاهرې پر مهال وویل چې د دوی د ګوند له خوا د کراچۍ نومول شوي ښاروال وسيم اختر او د صوبايي اسمبلۍ د غړي رووف صديقي نیول کېده بې انصافي ده.

د متحده قومي موومنټ مخکښ اسلم خان پر دې مهال مشال راډیو ته وویل چې دوي په ښار کې د نيم پوځي ځواک د هر ګام مرسته کوي خو ده تور ولګاو چې داسې ښکاري دغه عمليات يواځې د متحده قامي مومنټ پرضد دي.

د کراچۍ پولیس وايي چې پر نیول شوي ممکنه ښاروال وسیم اختر د ښار په بېلا بېلو تاڼو کې شاوخوا پنځویشت مقدمې درج دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG