د لاسرسي ځای

په جرمني کې وسله وال برید لږ تر لږه نهه کسان وژلي دي.


 د جرمني په میونیخ ښار کې پر یو تجارتي مرکز په وسله وال برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.

د جرمني په میونیخ ښار کې پر یو تجارتي مرکز په وسله وال برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.

د جرمني په میونیخ ښار کې پر یو تجارتي مرکز په وسله وال برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.

پولیسو ویلي چې دوی په دې پېښه کې د لاس لرونکو لټون له هغه وروسته پای ته رسولی چې د برید کوونکي وسله وال مړی یې موندلی. هغه په خپله ځان وژلی وو. په دې برید کې لږ تر لږه یوویشت کسان نور ټپي شوي هم دي.

دا پېښه له ځايي وخت سره سم د جمعې په مازیګر وشوه چې یو وسله وال کس پر میک ډونالډ نومي رسټورانټ برید وکړ.

پولیسو ویلي چې دا برید یو اتلس کلن هلک کړی چې په خټه ایرانی جرمن وو او په هم دې میونیخ ښار کې اوسېدو. خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې هغه څه وو دې يې برید ته پارولی وو.

XS
SM
MD
LG