د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملاکنډ کې سياسي ګوندونو کسټم قانون رد کړ.


په سوات کې څو مياشتې وړاندې د کسټم اېکټ پر ضد سياسي ګوندونو مظاهرې کړې وې (فايل فوټو)
په سوات کې څو مياشتې وړاندې د کسټم اېکټ پر ضد سياسي ګوندونو مظاهرې کړې وې (فايل فوټو)

د خیبر پښتونخوا په ملا کنډ کې ټولو سیاسي ګوندونو په یوه خوله هلته د کسټم قانون مخالفت کړی دی.

د جمعې په ورځ ناوخته په سوات کې د عوامي نشنل ګوند له خوا په دې اړه په را بلل شوې ټول ګوندیزه غونډه کې د ټولو ګوندونو استازو ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو په ملاکنډ کې د کسټم ټیکسونو لګېدو مخالفت کړی او دا یې د سیمې له ولس سره د ریاست له خوا د شوو ژمنو خلاف کار بللی دی.

په سوات کې د کسټم اېکټ پر ضد غونډه (فايل فوټو)
په سوات کې د کسټم اېکټ پر ضد غونډه (فايل فوټو)

د دوی په وینا ، کله چې ملاکنډ ډوژن په پاکستان کې شاملېدی نو ورسره ژمنه شوې وه چې هلته به داسې ټیکسونه نه لګول کېږي.

د ټول ګوندیزې غونډې ګډونوالو ویلي چې د دوی سیمه ترهګرۍ ځپلې ده او حکومت د مرستې پر ځای ورباندې نور ټیکسونه لګوي.

په غوڼده کې پرېکړه شوې چې د روانې میاشتې پر اوویشتمه نېټه به په ټول ملاکنډ ډوژن کې کاربندیز وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG