د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې چاودنو یو پاکستانی عسکر وژلی څلور تنه نور ژوبل


د سوات په کالام کې دوو پرله پسې چاودنو د پاکستان پوځ يو سرتېری وژلی او څلور تنه نور یې ژوبل کړي دي.

په سوا ت کې د پوځ یو وياند ویلي چې په سېلانۍ سیمه کې دوې چادونې شوې، لومړۍ هغه د بونيرتحصيل ناظم پر جيپ موټر شوې چې پکې تحصيل ناظم سيد سالار جهان او د هغه یو ملګری ژوبل شوی دی. تر هغې وروسته د سړکغاړې یوې چادونې د پاکستاني پوځ یو ګاډی په نښته کړ چې پکې یو عسکر وزل شوی او دوه سخت ژوبل دي.

د پوځوياند ویلي په سيمه کې یې د ککړو ضد لټون پيل کړی دی. خو د چاودنو ذمه واري تر دې دمه هېڅ یوې ډلې نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG