د لاسرسي ځای

کابل: پر ستره محکمه بریدکوونکې ښځه ووژل شوه


په کابل کې چارواکي وايي، نن پنجشنبه تر غرمې مخکې یوې وسله والې ښځې پر ستره محکمه برید کړی دی چې د افغان پوځيانو په ځوابي ډزو ووژل شوه.

یوه امنیتي چارواکي چې نه‌ یې غوښتل نوم‌ یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، یوه سړي هم په دا پېښه کې له هغې سره مل و خو د ښځې تر وژلو وروسته په تېښته بریالی شوی دی.

دې سرچینې ویلي چې په پېښه کې بل هېچا ته زیان نه‌دی رسېدلی.

که څه هم پر قضایه قوه په بېلابېلو سیمو کې حملې زیاتې شوي خو دا به لومړی ځل وي چې په دا وروستیو کلونو کې په کابل کې یوه ښځه پر ستره محکمه برید کوي.

لا هم د دې پېښې څرنګوالی نه دی جوت او نه د دې حملې ذمه واري تر اوسه یوې ډلې پر غاړه اخیستې ده. د ازادۍ راډيو خبریال وايي، د بریدګرې مړی د عدلي طب څېړنو لپاره روغتون ته استول شوی دی چې پېژندګلو یې وشي.

XS
SM
MD
LG