د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارمېنیا کې پولیس او ولس ښکر په ښکر


نن په ارمېنیا کې د سلګونه مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ هغه وخت نښتې شوې دي چې دوی په پلازمېنه یرېوان کې د پولیسو په یوه مرکزي دفتر کې موجودو وسله والو ته د ډوډۍ ورکولو غوښتنه وکړه چې چارواکو و نه منله.

دا مظاهره کوونکي د هغه وسله وال اپوزیشن خواخوږي دي چې له څو ورځو راهیسې یې د پولیسو په هغه دفتر کې کسان یرغمل کړي دي.

مظاهره کوونکو پر بلوه - ضد پولیسو کاڼي وورول چې وروسته پولیسو د دوی د تی و پرکولو لپاره ورباندې د بې هوښۍ بمونه وتوغول.

رپورټونه وايي، د پولیسانو یوه ډله له خپلو ملګرو بېله شوه او له مظاهره کوونکیو سره مله شوې ده.

د ارمېنیا عامې روغتیا وزارت وايي، په دې پېښه کې ((د ۲۵ پولیسانو په ګډون ۴۵ کسان ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.))

وسله والو د یکشنبې/ اتوار سهار وختي د پلازمېنې یرېوان پولیسو مرکز ونیو چې پکې یو پولیس ووژل شو او شپږ کسان ژوبل شول. دوی تر دې دمه څلور پولیس افسران یرغمل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG