د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د داعش ضد عملیات پيلېدونکې دي


د افغانستان دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي په ننګرهار کې د اسلامي دولت او نورو وسله والو ډلو پر ضد د عملیاتو پیل لپاره له ولایتي چارواکو سره لیدلي دي.

د ننګرهار والي له دفتره تېر ماښام په خپور شوي بیان کې راغلي، د دفاع وزیر تېره ورځ ولایت ته ورغلی وو او هلته یې د ختیځ زون د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له افسرانو سره د عملیاتو په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشر اشرف غني دې قول اردو ته په ننګرهار، کونړ او نورستان کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو دنده سپارلې ده. بیان دا نه ده روښانه کړې چې په ننګرهار کې عملیات کله پیلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG