د لاسرسي ځای

د اسیا زړه هېوادونو ټولنې یوه څېړنه وايي، د ترهګرۍ پر ضد باید جدي مبارزه وشي او د افغانستان امنیت ته دې زیاته پاملرنه وکړل شي.

په ټولنه کې د امنیتي همکاریو پراختیا په موخه دا څېړنه تېره ورځ خپره شوه. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په کابل کې غونډې ته وویل، دا څېړنه د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ ښکارندويي کوي:

((دا څېړنه چې اعلان شوې، د سولې ملاتړ، ثبات ټینګښت او د اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره زموږ ټولې سیمې ته ډېر ارزښت لري. د داسې بې طرفه څېړنو په نتیجه کې موږ ستونزې پېژندلای شو او د حل لپاره یې کړنلارې جوړولای شو. دا په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې، د سیمه ییزې همکارۍ پراخولو لپاره د افغانستان حکومت ښکاره ملاتړ ښيي.))

د اسیا زړه او استنبول بهیر په نوم ټولنه د افغانستان، پاکستان، ترکیې او متحده عرب اماراتو په ګډون ۱۴ غړي لري چې په سیمه کې د اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګښت لپاره همکارۍ کوي.

XS
SM
MD
LG