د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټېډ کروز د ټرمپ ترشا ونه درېد


د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د جمهوریپالو (رېپبلېکن) غونډې په درېیمه شپه هغه وخت ګډوډي رامنځ ته شوه چې د ټېکسس ایالت سېنېټر ټېډ کروز د ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ له قبلولو ډډه وکړه. د ټرمپ ملاتړ نه کولو له کبله په تالار کې ځینو رېپبلېکنو په کروز پسې ملنډې او چیغې ووهلې.

د جولای پر ۲۰مه دغه بېسارۍ پاڅون، د جمهوریپالو ستونزې په ګوته کوي چې د ګوند غړي د ټرمپ ترشا درېدو ته ورمات کړي چې له شور او غوغا ډک انتخابي کمپاین یې پیل کړی و.

سره له دې چې کله یې هم ټاکنیز مقام نه دی درلودلی خو د جایدادونو پېر پلور اربپتي شتمن د ګوندیزه ټاکنو په لومړي پړاو کې ۱۶ کاندیدان مات کړل، سره له دې چې ټرمپ د خپلې تګلارې وکالت کوي خو د ریببلیکن ګوند مخکښانو په ګډون ډېری د هغه تګلاره له وېشه ډکه، بېګانګي لرونکې او له بهرنیانو کرکه لرونکې بللې ده.

د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رېپبلېکن ګوند یووالي په موخه بېګا کروز ته د وینا بلنه ورکړل شوه. ده په وینا کې د ټرمپ د تګلارو ځېنو وړاندیزونو ته اشاره وکړه خو د نوماند په توګه یې د هغه د قبلولولو ذکر ونه کړ. پر دې وخت ځېنو استازو د ده پر ضد او ځېنو د ((ټرمپ، ټرمپ)) نعرې وکړې.

په عین وخت کې د اوهایو ایالت په کلیولینډ کې د غونډې له تالاره بهر مظاهره هغه وخت د بې نظمۍ ښکار شوه چې ځېنو مظاهره کوونکو د امریکايي بیرغ سوځلو هڅه وکړه او پولیسو لږ تر لږه ۱۷ کسان ونیول.

ریپلیکن هیله من دي چې د کلېويلېنډ په اوهایو کې کې به یې ګوندیزه غونډه د نومبر پر اتمه نېټه ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډموکراټانو نوماندې هېلري کلنټن پر وړاندې د ټرمپ ملاتړي راډېرولو کې مرسته وکړي.

کروز په خپله وینا کې د ټرمپ پر هغ پلان نیوکې وکړې چې متحده ایالاتو امریکا ته له مېکسیکو پناه وروړونکیو کډوالو مخنیوي لپاره به یو دېوال دروي.

نوموړي ټرمپ ته د نوماند کېدو په ګټلو مبارکي وویله خو خپله وینا یې د هغه په نه منلو پای ته ورسوله. د ټرمپ نه منلو پرسر په تالار کې په کروز پسې چیغې بغارې او پسخند دومره ډېر شو چې د هغه مېرمن په بدرګه کې واېستل شوه.

له دې کبله د ټرمپ تاکلي ممکنه مرستیال ولسمشر مایک پېنڅي پر وینا سیوری وغوړېدلو. ځکه چې د دغې شپې غونډه تر ډېره د هغه پر وینا څرخېدله.

د مایک ایکېل راپور

XS
SM
MD
LG