د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي: زرګونه کارمندان نیول شوي یا ګوښه کړل شوي دي


پراګ - د ترکیې حکومت په خپل هېواد کې د جولای ۱۵مې نېټې ناکامې پوځي کودتا پس د لګېدلیو پراخو محدودیتونو له مخې پر خپلو ټولو اکاډمیکانو بهرنیو هېوادونو ته پر تلو بندیز لګولی دی.

دا اعلان د جولای پر ۲۰ مه نېټه د ترکیې تعلیم لوړې ادارې کړی او وايي چې تر بلې راتلونکې یادګېرنې به لګېدلی وي.

دا اعلان تر هغه یوه ورځ وروسته شوی چې د ترکیې لوړې تعلیمي ادارې د ترکیې په لربر کې د پوهنتونونو ۱۵۷۷ مشران (ډینز) له خپلو دندو ګوښه کړل او د شخصي تعلیمي ادارو د نزدې ۲۱ زره استادانو لایسنسونه بیرته ترې اخیستي دي.

د ګوښه کړل شویو کارمندانو شمېره

د ناکامې کودتا راهیسې د یوې اندازې له مخې ۵۰ زره سرتېري، پولیس، قاضیان، عامه کارمندان او استادان یا خو له دندو ګوښه کړل شوي او یا نیول شوي دي.

خو ځینې نورې رسنۍ بیا وايي، چې ۵۸ زره ترکي وګړي له خپلو دندو هیسته کړل شوي دي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې له تعلیم وزارته ۱۵۲۰۰ کارکوونکي وېستل شوي دي.

د نزدې ۲۱ زره استادانو لایسنسونه بیرته ترې اخیستل شوي دي.

د پوهنتونونو ۱۵۷۷ مشران (ډینز) له خپلو دندو ګوښه کړل شوي دي.

۴۹۲ کلرکان، ملایان، او مذهبي استادان لیرې کړل شوي دي.

د مالیې وزارت ۱۵ سوه کارمندان اېستل شوي دي.

د ټولنیزې تګلارې وزارت کې له۳۹۳ کارمندانو کارونه اخیستل شوي دي.

د لومړي وزیر دفتر له کارمندانو ۲۵۷ یې هیسته کړل شوي دي.

یو سل استخباراتي چارواکي لیرې کړل شوي دي.

اووه زره پنځه سوه سرتېري نیول شوي چې پکې پنځه اتیا یې جنرالان او اېډمرلان دي.

اته زره سرتېري له خپلو دندو هیسته کړل شوي او یو زره نیول شوي دي.

د قضا درې زره کارکوونکي چې ۱۴۸۱ ججان پکې معطله کړل شوي دي.

ناندرییز راپورونه دي چې ته وا د هوايي ځواکونو پخواني قومندان به د کودتا پلانولو پخلی کړی وي که نه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG