د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: یوه اوونۍ کې اته ناموسي وژنې


د پښتو وتلې سندرغاړې غزاله جاوېد هم خپل خاوند وژلې وه.
د پښتو وتلې سندرغاړې غزاله جاوېد هم خپل خاوند وژلې وه.

په سوات کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکونکې د بېدارۍ ( Awakening ) په نوم یوه ټولنه وايي په سوات ضلع کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې اته مېرمنې په ناموسي پېښو کې وژل شوې دي.

دغه ټولنه وايي د سږ کال له پيله د غیرت په نامه د مېرمنو وژلو پېښې زیاتې شوې دي. په سوات کې د بیدارۍ ټولنې مشر عرفان حسېن بابک د سږني کال له جنورۍ راهیسې تر دا اوسه ۲۹ مېرمنې د ناموس په نامه وژل شوي دي.

په سوات کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکونکې پر پولیسو تور پورې کوي چې د ناموسي وژنو ترشا د ککړو کسانو خلاف کاروايي نه کوي، خو د سوات پولیسو یو مشر سلیم مروت وايي پولیس خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسون هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې په پاکستان کې نږدې ۱۱۰۰ مېرمنې د ناموسي وژنو ښکار ګرځېدلې چې ډېری یې د خېبر پښتونخوا دي.

XS
SM
MD
LG