د لاسرسي ځای

د سوات پولیس وايي، بېګا شپه د وسلوالو په یوه برید کې څلور پولیسوالا ژوبل شوي دي.

د سوات مټې تحصیل کلاکوټ تاڼې محرر امجدخان مشال راډیو ته وویل، بېګا شپه بحرین ته په لاره د پولیسو پر یوه ګاډي ناڅرګندوکسانو ډزې وکړې.

د نوموړي په خبره چې پولیس او پوځ د پېښې سیمې ته رسېدلې ول، خو بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.

د برید ذمه واري چا قبوله کړې نه ده. څو ورځې وړاندې هم په بحرین کې په یو ورته برید کې څلور پولیس سرتېري ژوبل شوي ول.د هغې پېښې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

XS
SM
MD
LG