د لاسرسي ځای

تازه خبر

ياکستان سرکار د قندیل بلوڅ وژنې مقدمه چلوي


د بشري او ښځو حقونو فعالانو دا ګام ستایلی دی او زیاتوي چې له دې سره به ښځو ته تحفظ ملاو شي.

د پوليس مطابق قنديل بلوڅ د قتل کېس کې د پاکستان پېنل کوډ لاندې 311 دفعه هم شامل کړل شوې ده چې د غيرت په نوم له وژلو سره تعلق لري.

پوليس چارواکي وايي، د مقدمې اړونده پرېکړه به هم په عدالت کې کېږي او د مقدمې درجکونکې به ملزمان له خپلې خوا نشي معافولی نو له دې کبله د قنديل بلوڅ مور پلار خپل زوی يعني د قنديل بلوڅ وژونکی ورور نشې بښلی.

د نه بښلو قانونې حيثيت په اړه له مشال ريډيو سره خبرو کې د قانوني چارو یو کار پوه ايډوکيټ نور عالم وويل چې دا دفعه په مقدمه کې شاملول ډېره ښه خبره ده. د دې له مخې به به د قنديل بلوڅ د وار ثانو او ملزم تر منځ هېڅ قسمه معاهده نشي کيدلای او دا به د سرکار مقدمه وي.

"دا قانون په ۱۹۹۷ کې تجويز کړل شوی وو او په ۱۹۹۹ م کال کې ورته په با قاعده توګه د قانون درجه ورکړل شوې وه. مخکې به خلکو چې په 302 (يا د قتل په کېس) کې داسې پرچه وکړه نو نور وارثان به یې ورغلل او ويل به یې چې زموږ جوړه وشوه. نو بيا به خلکو د خپلو رواجونو او روايتونو له وجې هم دا طريقه خپلوله. نو داسې د دعيت او قصاص لاندې جوړه وشي نو کېس خلاص شي او خبره ختمه شي. نو له دې وجې دا قانون جوړ شو او چې اوس کله هم د عزت يا غيرت په نوم یو کس ووژل شي نو په هغه کې راضينامه نه کېږي."

د بشري او ښځو حقونو لپاره کار کونکې د عورت فاونډيشن چار واکې شبينه آياز مشال راډيو ته وویل، چې حکومت لخوا دا یو ډېر ښه ګام دی خو اوس حکومت ته پکار ده چې د غيرت په نوم د وژلو مخنيوي لپاره جوړ شوی قانون يقيني کړي او په ملک کې دې ښځو ته تحفظ ورکړي.

"کله چې دا قانون جوړيدو نو زموږ اداره هم د دې حصه وه او موږ ورته دا تجويز ورکړی وو چې داسې قسمه کېسونو کې د معافولو حق نه دی ورکول پکار او د راضينامه هم، خو د هغه وخت حکومت په دې کې څه دلچسپي وانخیستله،خو اوس چې حکومت څه ګام پورته کړو دا ډېره ښه خبره ده او هم داسې کول پکار دي، ځکه که داسې نه کېږي نو د ښځو غيرت په نوم وژنه به ورځ په ورځ زياتېږي. يو کس به وژل کوي او بل به یي معافوي او ښځې غريبانې به وژل کېږي. ترڅو چې په داسې کېسونو کې رياست مدعي نه جوړېږي نو ښځو ته هېڅ فایده نشي رسېدلی. اميد لرو چې قنديل بلوڅ په دې کيس کې به هم رياست مدعي وي. او که موږ غواړو چې د غيرت په نوم وژنې دې ختمې شي نو رياست ته به هم داسې سخت ګامونه پورته کول پکار وي."

بلخوا وفاقي حکومت د غېرت په نوم د وژنې مخنیوي په ترمیمي بل اتفاقرای لپاره د پارلیماني کمیټې غونډه په یویشتم جولای راغوښتې ده.

د پارلیماني کمېټۍ د یو غړي په وینا چې دا غونډه به د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد په مشرۍ کیږي چې پکې له سېنېټه منظور شویو دوو بلونو جاج اخیستل کېږي.

په کال ۲۰۱۵ کې د غېرت په نوم وژنې مخنیوي په اړه ترمیمي بل پخوانۍ سېنېټرې صغرا امام او د جنسی تشدد مخنیوي په اړه بل سېنېټر فرحت الله بابر وړاندې کړی وو.

ياده دې وي چې قنديل بلوڅ د تېر خالي په ورځ په ملتان ښار کې وژل شوې وه۔

د پاکستان بشري حقونو کميشن د يوه رپورټ له مخې پروسږ کال (۲۰۱۵) نژدې يو زر ښځې د غيرت په نوم وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG