د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند چیف جسټس زوی راخوشې کړل شوی دی


د سیند چیف جسټس زوی راخوشې کړل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00

د سیند چیف جسټس زوی راخوشې کړل شوی دی

لېفټینېنټ جنرل عاصم باجوه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای په مشرۍ په ترسره شویو عملیاتو کې درې واړه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په وینا چې د حېبر پښتونخوا له ټانکه یې بېګا شپه شاه خوا دوه نیمې بجې د سیند صوبې د های کورټ چیف جسټس زوی د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارې په ځانګړیو عملیاتو کې راخوشې کړی دی.

په راولپنډۍ کې له مطبوعاتو سره په خبرو کې د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ویاند لېفټینېنټ جنرل عاصم باجوه وینا وه چې د سیند صوبې د های کورټ چیف جسټس زوی له ناقانونه ګرځول شوې تنظیم تحریک طالبان پاکستانه بېلې شوې یوې ډلې تښتولې وو چې پکې القاعده هم ملوثه وه.

ده ووېل چې اوېس شاه یو اسماني رنګ ګاړي کې وسله والو روان کړی وو او د ده پښې په ځنځیرونو تړل شوې وې.

،،زموږ چې کومه بله ډله وه چې کله هغې د ګاړي د تالاشې کوښښ کولو ځکه چې په داسي موقعو دا ویره هم وي چې ګاړي کې چېرته باروت نه وي نو په ګاړي کې یو برقعه اچونکې ورته ښکاره شو نو چې تپوس ترې وکړل شو نو اواز رانغلو خو چې کله یې نقاب لرې کړې شو نو دا یو سړي په خوله ټېپ لګول شوی وو او چې کله یې هغه خلاص کړو نو هغه زغرده وویل چې ”نوم مې اوېس شاه دی او د سیند صوبې د های کورټ چیف جسټس زوی یم او دوی تښتولم” ،،

د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ویاند په وینا چې ورته د اوېس شاه په ټانک کې د موجودګۍ تکنیکي شواهد ترلاسه شوي ول.

لېفټینېنټ جنرل عاصم باجوه خبریالانو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په درې لارو ناکه بندي کړې وه.

،،له تېرو درې ورځو راهیسي موږ سره د یو حرکت په اړه تکنیکي شواهد وو او د هغه په بنیاد په مختلفو ځایونو کې موږ ناکه بندي کړې وه او چرته چې دا اپرېشن وشو نو د ډېره اسماعیل خان نه د ټانک اړخ ته یو چوک راځي چې نوم یې مفتي محمود چوک دې. دې چوک نه درې لارې وځي یو ژوب ته بله ټانک ته او درېمه ښار اړخ ته راځي. په دې دریو لارو هم ناکه بندي شوې وه او د دې نه علاوه د امنیتي ځواکونو یوه ډله هم ولاړه وه،،

لېفټینېنټ جنرل عاصم باجوه ووېل موږ ته داسي اطلاع وه چې تښتونکې اوېس شاه د غربي لارې په ذریعه افغانستان ته اړول غواړي.

نن سهار د سیند صوبې د هایې کورټ چیف جسټس زوې اوېس شاه د یو خصوصی الوتکې دلارې کراچې ته لیږل شوې وو.

له دې وړاندې مطبوعاتو سره په خبرو کې د سیند هایې کورټ چیف جسټس سجاد علي شاه ووېل چې تېره شپه درې بجې ورته د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف د زوې د بازیابې خبر ورکړې وو.

ده ووېل چې د اوېس شاه بازیابي د حکومت د کوششونو نتیجه ده او پاکستان پوځ د حکومت برخه ده.

،، تېره شپه جنرل راحیل شریف ماته ټیلي فون وکړو او راته یې ووېل چې ستا زوی بازیابه کړل شو او بیا د ای اېس ای مشر نور معاملات وکتل او زما زوی یې دلته راوستولو. ما ته هېڅ مالومات نشته چې زما زوی چا تښتولی وو. ماته خو صرف دومره مالومه ده چې زما بچی راغلو،،

یاده دې وي چې اوېس شاه په کراچې کې تېره جون میاشت تښتول شوی وو.

XS
SM
MD
LG