د لاسرسي ځای

د سیند چیف جسټس زوی راخوشې کړل شوی دی


پاکستانی پوځ وايي، د سیند های کورټ چیف جسټس زوی یې د وسله والو له منګولو خوشې کړی دی. پوځ عامه اړیکو څانګې ای اېس پي آر نن (نهې ورځ) په خپله وېبپاڼه لیکلي دي چې د چیف جسټس سجاد علي شاه زوی اوېس شاه یې بېګا شپه د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د يوې کاروايۍ پر مهال له وسله والو راخوشې کړی دی. پوځ زیاتوي چې په کاروایۍ کې یې درې وسله وال هم وژلي دي. اوېس شاه تیره میاشت (جون) د کراچۍ له کلفټن سیمې تښتول شوی وو. له کراچۍ د محمد عمران ویډيو

XS
SM
MD
LG