د لاسرسي ځای

د دنيا اسلم خان وينا وه چې له پاكستانه پخپله خوښه ستنېدونكیو راجستر افغان كډوالو ته له تېرې مياشتې د يو اېن اېچ سي آر لخوا چې کوم زيات امدادي رقم ورکول کېږي نو هغه به هم لاسليکېږي.

د پاکستان، افغانستان او ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي آر) د چارواکیو ترمينځ د درې اړخيزه کميشن غونډه نن (نهې په ورځ) په مري کې ترسره کېږي چې پکې په پاکستان کې ميشت افغان کډوالو ته د ورپېښو ستونزو حل-لارې لټولو علاوه د دې کډوالو لپاره ستنېدو پر وخت په افغانستان کې د کړیو انتظاماتو جايزه اخستل کېږي.

د يو اين ايچ سي آر په پاکستان کې وياندې دنيا اسلم خان مشال ريډيو ته وويل چې د درې -اړخيزه کميشن په غونډه کې د افغانستان کډوالو چارو وزیر سید حسین علمي بلخي علاوه د پاکستان سيفران وزير عبدالقادر بلوچ او د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي آر) د پاکستان او افغانستان چارواکي ګډون کوي.

د نوموړي په وينا چې د دري اړخيزه کميشن غونډه په کال کې يو ځل ضرور کېږي او پاکستان حکومت چې کوم د راجستر کډوالو د پاتي کيدو موده تر شپږو مياشتو غځولې ده نو هغه به په رسمي توګه لاسليکوي. د دې ترڅنګ له افغانستان ورغلی پلاوی به د دې کډوالو لپاره په افغانستان کې د تعليم، صحت او په نورو څانګو کې د کړیو انتظاماتو پحقله تفصيلي بريفنګ ورکوي.

د دنيا اسلم خان وينا وه چې له پاكستانه پخپله خوښه ستنېدونكیو راجستر افغان كډوالو ته له تېرې مياشتې د يو اېن اېچ سي آر لخوا چې کوم زيات امدادي رقم ورکول کېږي نو هغه به هم لاسليکېږي.

په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارتخانه کې د کډوالو چارو مشر مرستيال ذبيح الله مشال راډيو ته وويل چې په غونډه کې په پاکستان کې ميشت افغان کډوالو ته ورپيښو مشکلاتو نه علاوه په ياد ملک کې په غير قانوني توګه اوسيدونکیو کډوالو د راجسترولو پحقله هم خبرې اترې وشوې.

د ذکر ده چې د پروسږ کال په مارچ مياشت کې شوې درې اړخيزه کميشن غونډې ورستو د پاکستان د سيفران وزير عبد القادر بلوچ مشال ريډيو ته ويلي و چې په پاکستان ميشت له څوارلسو (۱۴) تر پنځلس (۱۵) لکو پوري غير راجستر کډوالو رجسټريشن به په (۴) مياشتو کې سر ته ورسول شي خو قريبا د يو نيم کال تېرېدو باوجود لاهم رجسټريشن نه دی پیل شوی.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد.

XS
SM
MD
LG