د لاسرسي ځای

'ډونالډ ټرمپ به د ټولو ولسمشر وي'


د ډونالډ ټرمپ مېرمن مېلانیا ټرمپ

د ډونالډ ټرمپ مېرمن مېلانیا ټرمپ

د ریپبلکن ګوند مخکښ غړي ډونالډ ټرمپ مېرمن مېلانیا ټرمپ وايي که خاوند یې انتخابات وګټي نو د ټولو ولسمشر به وي او د توکم، مذهب او منافعو ته له پام پرته به د ټولو امریکایانو خدمت وکړي.

په دا ورستیو کې د کډوالو او مسلمانو پرضد تر لانجمنو بیانونو ورسته ډونالډ ټرمپ تر سختو نیوکو لاندې راغلي او مېرمن یې له دغو نیوکود رااېستلو هڅه کوي.

مېلانیا ټرمپ د اوهایو ریاست په کلیولېنډ ښار کې د رپبلکن ګوند ملي کنونشن ته د وینا پر مهال وویل، ټرمپ غواړي چې د ټولو وګړیو استازیتوب وکړي، نه د یوې ډلې خلکو.

مېرمن ټرمپ چې له سلووېنیا څخه امریکا ته کډه شوې او پخوا یوه ماډله هم پاتي شوې، تایید کړه چې د ټرمپ کمپاین له جالبو او حیرانونکو اړخونو ډک وو، خو دې زیاته کړه چې خاوند به یې تر هر څه زیات پام دې ته وي چې دا ښایسته هېواد امریکا ورته ډېر ګران دی.

XS
SM
MD
LG