د لاسرسي ځای

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر وايي، د افغان ځواکونو په صلاحیتونو کې زیاتوالی اوپه سږني اوړي کې تر نوي مشرتابه لاندې د طالبانو په بریدونو کې کمی راغلی دی.

جنرال جوزف ډنفورډ چې د جولايي په ۱۷مه یې له افغان چارواکو سره په کابل کې د سیمي پر حالاتو خبرې وکړې، تر خپل سفر ورسته له اسوشیېټېډ پرېس سره په یوه مرکه کې ویلي چې سږ کال افغان ځواکونو د طالبانو پسرلنیو کاروایانو وړاندې د هغوی پرضد عملیات وکړ.

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د دوشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوی دا مهال د ځانګړو ځواکونو په مټ تر ډېره د شپې هدفي عملیات ترسره کوي چې له نتایجو یې خوشاله دي .

XS
SM
MD
LG