د لاسرسي ځای

خېبر: له پشکاله د لشمېنیا او ملېریا ناروغۍ خورې شوې


په خېبر ایجنسۍ کې د صحت محکمې چارواکي وايي، د پشکال موسم له راتلو سره په سیمه کې د لشمېنیا او ملېریا ناروغۍ زیاتې شوې دي او دا مهال ګڼ ماشومان په روغتونو کې داخل دي.

په جمرود کې د لشمېنیا او ملېریا ناروغیو پرضد د کارکونکي اداري یو مشر اسرار الله د ګل ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا مهال د یادو ناروغیو مخنیوي لپاره په روغتون کې ستنې ختمې شوې دي.

بلخوا د خېبر ایجنسۍ ځینو اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل،حکومتي چارواکي دې د لشمېنیا او ملېریا ناروغیو ختمولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG