د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند چیف جسټس زوی راخوشې کړل شوی دی


پاکستانی پوځ وايي، د سیند های کورټ چیف جسټس زوی یې د وسله والو له منګولو خوشې کړی دی.

د پوځ عامه اړیکو څانګې ای اېس پي آر نن (نهې ورځ) په خپله وېبپاڼه لیکلي دي چې د چیف جسټس سجاد علي شاه زوی اوېس شاه یې بېګا شپه د خېبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د يوې کاروايۍ پر مهال له وسله والو راخوشې کړی دی. پوځ زیاتوي چې په کاروایۍ کې یې درې وسله وال هم وژلي دي.

اوېس شاه تیره میاشت (جون) د کراچۍ له کلفټن سیمې تښتول شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG