د لاسرسي ځای

قندیل بلوڅ وژنه: زرداري د غیرت په نوم وژنو مخنیوي قانون غوښتنه کړې


اسلام اباد - د پاکستان پخواني ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري د اداکارې قندیل بلوڅ وژنې غندنه کړې او له وفاقي حکومته یې په سمدستي ډول د غیرت په نوم د وژنو ضد د قانون جوړونې غوښتنه کړې.

قندل بلوڅ څو ورځې مخکې په خپل کور کې وژل شوې وه او د وژنې تور یې پر ورور پورې کړل شوی چې پولیسو نیولی دی.

زرداري پر یکشنبې په یوه بیان کې ویلي، په ۲۰۱۵ز کال کې سېنېټ په یوه خوله د غیرت په نوم د وژنو مخنیوي قانوني مسوده منظوره کړې وه چې ملاتړ یې واکمن مسلم لیګ (ن) هم کړی وو خو وروسته دا مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې نه کړل شوه.

زرداري په خپل بیان کې ویلي، له دې کاره د حکومت ((نیت)) معلومېږي. ده ویلي، د غیرت په نوم وژنه یو ((مکروه او نه بښونکی جرم دی.))

هلته وفاقي حکومت د جولای پر ۲۱مه د پارلېماني کمېټۍ یوه غونډه وربللې چې پکې د دې ډول وژنو د مخنیوي پر قانوني مسودې مشورې او بحث کېږي.

پارلېماني کمېټۍ وايي، غونډه به د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد په مشرۍ کېږي چې پکې به له سېنېټه د منظورو شویو دوو مسودو ارزونه کېږي.

د پیپلز ګوند سېنېټره روبینه خالد وايي، د جولای پر ۲۱مه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ټولټاکنې کېږي، پر دې ورځ د غیرت په نوم د ښځو وژنې په اړه بحث کول د وفاقي حکومت د غیرسنجیدګۍ ښکارندويي کوي.

زموږ د قصاص او دیت په قانون کې ترمیم په کار دی ځکه چې کله یو ورور [خپله] خور ووژني نو پلار بیا زوی بښي.

((زموږ ګوندل تل پر ښځو د تشدد غندنه کړې او هڅه مو کړې چې پر ښځو د تشدد مخنیوی وکړو. اوس تاسې د حکومت نیت ته وګورئ چې د جولای پر ۲۱مه ټولو ته معلومه ده چې په کشمیر کې به ټولټاکنې کېږي. ټول سیاسي ګوندونه او رسنۍ به په هغې مصروف وي، نو ممکنه نه ده چې پر هغې نېټې به [د ښځو په اړه پر دې مسودې] څه خاص [پرمختګ] وشي.))

پر ۲۰۱۵ز کال، دا ترمیمي مسوده د پخوانۍ سېنېټر صغرا امام او سېنېټر فرحت الله بابر د پاکستان سېنېټ ته وړاندې کړې وه.

د بشري حقونو کمېسیون کامران عارف وايي، ټول سیاسي ګوندونه دې په یوه خوله د غیرت په نوم د وژنو مخنیوي ترمیمي مسوده منظوره کړي او له قانون جوړېدو سره سم دې د هغې پر عملي کولو کار وکړي.

دی وايي، ((زموږ د قصاص او دیت په قانون کې ترمیم په کار دی ځکه چې کله یو ورور [خپله] خور ووژني نو پلار بیا زوی بښي.))

عارف زیاتوي، د دې د مخنیوي لپاره باید په هغه قانون کې بدلون وشي چې پلرونه زامن ونشي بښلای.

د ۲۰۱۶ز کال په فبرورۍ کې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي ول، د غیرت په نوم وژنو مخنیوي لپاره به اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG