د لاسرسي ځای

که پر پاکستان پوځ واکمن شو، خلک به جشنونه وکړي: عمران خان


اسلام اباد - د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي، که په هغه هېواد کې پوځي واکمني قایمه شي نو ولس ((به نه یوازې جشن لمانځي بلکې خواږه به هم وېشي)) ځکه چې د ده په وینا، وزیراعظم نواز شریف هېواد لوټلی او خپلې شتمنۍ یې زیاتولې.

پر یکشنبه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په میرپور کې انتخاباتي جلسې ته په وینا کې عمران خان وویل، په ترکیه کې ولس ځکه د پوځي کودتا مخالفت وکړ چې هلته حکومت د ولس او هېواد خدمت کړی خو د ده په وینا، د پاکستان اوسني حکومت کارکردګي ډېره خرابه ده او که په داسې حالاتو کې پوځ کودتا وکړه نو ((خلک به یې هرکلی کوي.))

خان وویل، په پاکستان کې خلک مالیه یا ټیکس ځکه نه ورکوي چې واکمنان د ولس په پیسو د باچایانو په څېر ژوند تېروي.

د پاکستان سیاسي ګوندونو د عمران خان دا وینا جمهوریت ته تاواني بولي.

د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین وايي، عمران خان دې له دې ډول څرګندونو څخه ډډه وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېتر عثمان کاکړ وايي، عمران خان غواړي چې وزیراعظم شي نو ځکه دا ډول ناجمهوري بیانونه ورکوي. ده وویل، داسې ویناګانې ډېموکراسۍ ته تاوان رسوي.

د جماعت اسلامي او قامي اسمبلۍ غړی صاحبزاده طارق الله وايي، هر کس چې پوځ ته د واکمنۍ بلنه ورکوي، باید د پاکستان انتخاباتي کمېشن (الېکشن کمېشن) یې پر ضد اقدامات وکړي.

څو ورځې مخکې د موو ان پاکستان (Move on Pakistan) په نوم یوه غیر معروف سیاسي ګوند د پاکستان په لویو ښارونو کې لوحې لګولې وې او ورباندې له پوځ مشره غوښتنه شوې وه چې د هېواد واګي دې په لاسونو کې واخلي.

د پاکستان پوځ ویلي ول چې له دې لوحو سره یې هېڅ تړاو نشته خو په هغه هېواد کې سیاسي ګوندونو د لوحو پر لګولو غبرګون ښودلی وو.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG