د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عوامي نیشنل ګوند وژل شوی مشر خاورو ته وسپارل شو


شعېب خان د عوامي نیشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان سره
شعېب خان د عوامي نیشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان سره

پېښور - د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د عوامي نیشنل ګوند یو وژل شوی مشر په یار حسین کې خاورو ته سپارل شوی.

د صوابۍ ضلعې پولیس چارواکو پر دوشنبه مشال راډیو ته وویل، د یکشنبې پر ماښام د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی او سیمه ییز مشر شعېب خان په خپله هجره کې ناست وو چې وسله وال ورغلل او ډزې یې ورباندې وکړې.

د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر افراسیاب خټک پر ټوېټر په خپل بیان کې د نوموړي وژنه د ګوند لپاره لوی زیان بللی دی.

د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی مختیار خان وايي، شعېب خان نه یوازې سیاستوال وو بلکې یو ټولنیز شخصیت هم وو چې له هېچا سره یې دښمني نه وه.

دی وايي، شعېب خان د دښمنیو ختمولو او روغو کولو لپاره فعال کردار لوباوه.

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي، په پښتونخوا کې د سوله خوښو او ملتپاله سیاستوالانو هدفي وژنو لړۍ لا هم نه ده درېدلې او دا پېښې ((په سوات کې هم کېږي، په پېښور کې هم کېږي. ځای پر ځای پر عوامي نیشنل پارټۍ یا پر نورو ملتپاله او جمهوریت [خوښو] قوتونو)) دا ډول بریدونه کېږي.

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر مختیار خان وايي، وسله والو پخوا هم د دوی د ګوند غړي او مشران په نښه کړي، خو دوی به د ترهګرۍ پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

له څو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا او په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند په سلګونه غړي او مشران په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

وسله والې ډلې تحریک لشکر اسلام د شعېب خان وژنې ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG