د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټ ولسوالۍ ۳۰ سلنه برخه د داعش تر واک لاندې ده


د ننګرهار چارواکي وايي د کوټ ولسوالۍ ۳۰ سلنه برخه دا مهال د داعش وسله والې ډلې په واک کې ده.

د چارواکو په وینا د داعش یا اسلامي دولت ډلې له وژل شویو او نیول شویو وسله والو څخه تر لاسه شوي اسناد ښيي چې په دوی کې ډېری پاکستانیان دي او د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې تر قومندې لاندې د داعش په چوکاټ کې جنګېږي.

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي پر دوشنبه یا ګل مشال راډیو ته وویل، د پاکستانيانو تر څنګ د داعش په لیکو د تاجکستان او ځېنو نورو هېوادونو وګړي هم شته چې په پاکستان کې تر روزنې وروسته افغانستان ته استول شوي.

پاکستان تل دا تورونه رد کړي چې ګواکې استخباراتي اداره یې د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري. اسلام اباد البته څو ځلې دا ویلي چې له افغانستانه وسله وال هلته وراوړي او بریدونه کوي.

رپورټونه وايي، په کوټ کې د وروستیو جګړو له کبله شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل ځېنې یې بېرته ستنې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG