د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټ ولسوالۍ درېیمه برخه د داعش په لاس کې


د افغان ځواک یو سرتېری د اسلامي دولت ډلې اهداف په نښه کوي.
د افغان ځواک یو سرتېری د اسلامي دولت ډلې اهداف په نښه کوي.

جلال اباد - د ننګرهار چارواکي وايي د کوټ ولسوالۍ ۳۰ سلنه برخه دا مهال د داعش وسله والې ډلې په واک کې ده.

د چارواکو په وینا د داعش یا اسلامي دولت ډلې له وژل شویو او نیول شویو وسله والو څخه تر لاسه شوي اسناد ښيي چې په دوی کې ډېری پاکستانیان دي او د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې تر قومندې لاندې د داعش په چوکاټ کې جنګېږي.

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي پر دوشنبه یا ګل مشال راډیو ته وویل، د پاکستانيانو تر څنګ د داعش په لیکو د تاجکستان او ځېنو نورو هېوادونو وګړي هم شته چې په پاکستان کې تر روزنې وروسته افغانستان ته استول شوي.

پاکستان تل دا تورونه رد کړي چې ګواکې استخباراتي اداره یې د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري. اسلام اباد البته څو ځلې دا ویلي چې له افغانستانه وسله وال هلته وراوړي او بریدونه کوي.

د کوټ ولسوالۍ په یوه پراخه سیمه کې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونو په اړه وینا پر داسې وخت شوې چې د شنبې پر ورځ د افغانستان دفاع وزارت وویل، ژر به د هېواد په ختیځ کې د وسله والو ډلو ضد پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل شي.

د دفاع وزارت یوه پوځي چارواکي، جنرال مراد علي مراد مشال راډیو ته وویل، د ولسمشر اشرف غني له امر سره سم، د اسلامي دولت یا داعش او نورو وسله والو ډلو ضد امنیتي ځواکونو ته پراخ صلاحیتونه ورکول کېږي.

رپورټونه وايي، په کوټ کې د وروستیو جګړو له کبله شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل ځېنې یې بېرته ستنې شوې دي.

د خوږیاڼي په وینا ولسمشر اشرف غني هم ننګرهار ته په خپل وروستي سفر کې په کوټ کې له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG