د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشرانو جرګې د میدان وردګو والي او چارواکي غونډې ته وربللي


د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې پر ورځ د میدان وردګو ولایت والي او امنیتي مسوولان خپلې استجوابیه غونډې ته ورغوښتي ول.

مشرانو جرګې یاد کسان په میدان وردګو کې د نا امنیو او له هغه ځای څخه کابل ته د پولیسو د افسرانو د انتقال د بې پامۍ په اړوند چې په دې ورستیو کې د کابل په کمپنۍ سیمه کې د انتحاري حملو ښکار شول خپلې استجوابیه غونډې ته وربللي ول.

د میدان وردګو والي د امنیت ریس محمد طاوس سجاد په ولایت کې امنیتي ستونزې ومنلې ویې ویل چې کابل ته د پولیسو د افسرانو د انتقال په پېښه کې دوی مسوول نه دي ځکه چې پر یادو کسانو په کابل کې انتحاري حمله شوې ده.

ښاغلی سجاد دا هم وویل چې دوی په دې اړه د کابل مسوولین خبر کړي ول.

خو د افغانستان مشرانو جرګې ته د میدان وردګو ولایت د مسوولینو خبرې قناعت بښونکې نه وي او پرېکړه یې وکړه چې په دې اړه دوی او د کابل امنیتي مسوولین د خپلو امنیتي کمیسیونونو غونډې ته وربولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG