د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر له امریکايي پوځ مشر سره لیدلي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې پر ورځ په ارګ کې د امریکا د متحده ایالاتو له لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد سره وکتل او دواړو لورو د افغانستان د امنیتي او دفاعی ځواکونو د پیاوړتیا، ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث وکړ.

له ارګ څخه په دې اړه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، جنرال ډانفورډ په دغه کتنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل تجهیز او روزنې په برخه کې د خپل هیواد د ملاتړ او دومداره مرستو ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشرغني هم په یادو برخو کې د امریکا د متحدو ایلاتو او ټولو نړیوالو همکارانو د همکاریو مننه وکړه او دافغان د ځانګړو او هوايي ځواکونو د تجهیز او پیاړوتیا غوښتنه یې وکړه.

په خبر پاڼه کې دغه شان راغلي چې ولسمشر په دغه کتنه کې د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چې د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې برخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG