د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګلادېش پولیسو یو پروفیسر نیولی دی


د بنګله دیش چارواکي وايي د یو ځايي پوهنتون پروفیسر په دې تور چې په ډاکه کې پر یوې کیفې بریدکوونکیو ته کور په کرایه ورکړی وو، نیول شوی دی.

پولیس وايي نیول شوی تن غیاث الدین احسن نومیږي او ورسره یو ځای دوه نور تنان هم نیول شوي دي. دوی د یکشنبې پر ورځ عدالت ته حاضرول کېږي. پولیس وايي پروفیسر د خپل کور په کرایه ورکولو نه وړاندې قانوني مراحل نه ول پوره کړي. د جولايي پر لومړۍ نېټه پینځو برید کوونکو پر یوې کیفې برید کې ۲۰ کسان وژلي او ګڼ نور یې برمته نیولي ول. پولیسو د جولايي پر دویمه په برید کې وسله وال ووژل او برمته شوي کسان یې ازاد کړل. په وژلو شویو کې ۹ ایټالوي، ۷ جاپاني، یو هندي او درې بنګلادېشي وګړي شامل ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG