د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قنديل بلوچ نيول شوی ورور: هغه مې لومړی بې هوشه او بيا ووژله


د متنازعه ويډيوګانو لپاره مشهورې، پاکستانۍ اداکارې قندېل بلوچ نيول شوی ورور وايي خور يې په يوازې ځان وژلي ده او بل څوک ورسره په دې کار کې ملګری نه وو. چارواکو دا د غيرت په نامه قتل بللی دی.

نن پوليسو په ډېره غازي خان کې د پاکستانۍ اداکارې قنديل بلوچ هغه ورور نيولی چې پرون يې نوموړې ووژله. د وسيم عظيم په نامه دا کس خبريالانو ته وښودل شو. هغه په خبري غونډه کې وويل چې خپله خور، قنديل بلوچ يې ځکه ووژله چې پر سوشل ميډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو د هغې ويډيوګانې د دوی لپاره د شرم باعث وي.
هغه زياته کړه: ((د قتل وجه دا وه چې دې د بلوچ په نوم څه کول، هغه ما نه شو زغملی. ځينې نورې مسلې هم وي. لکه دا د مولوي والا. بيا زموږ کور ته مطبوعات راغلي وو. اول مې هغې ته يوه ګولۍ ورکړه او بيا مې يې ساه وربنده کړه.))

قنديل بلوچ
قنديل بلوچ

د قنديل بلوچ اصلي نوم فوزيه عظيم وو. هغه د پنجاب د ډېره غازي خان سيمې وه. که څه هم نوموړې د خپل نامه سره بلوچ ليکه خو په دې وروستيوو کې داسې رپورټونه خپاره شول چې هغه په قام بلوڅه نه ده.
قنديل بلوچ له ۲۰۱۴ کال راهیسې د خپلو ويډيګانو لپاره مشهوره وه خو په دې وورستيوو کې يې د پاکستان د رويت هلال کمېټې يو مشر ملا سره يوه لانجمنه ويډيو راغله. په دې ويډيو کې مفتي قوي ويل چې هغه غواړي قندېل ورسره د ښځو په استازيتوب د اختر لپاره سپوږمۍ وګوري.
کراچۍ مېشته اداکاره قنديل بلوچ پرون سهار وختي په ملتان کې په هغه کور کې وژل شوې وه چې دا پکې د اختر تېرولو لپاره خپلې کورنۍ سره اوسيدلو لپاره ورغلې وه.
د قنديل بلوچ پلار د خپلو شپږو زامنو څخه د دوو خلاف ايف، آيي، آر درج کړی دی. په ايف، آيي، آر کې راغلي چې د هغه يو زوی وسيم د هغه د بل زوی په وينا چې په پوځ کې نايب صوبيدار دی قنديل ووژله.
پلار يې زياتوي چې دی او ميرمن يې د کور پر چت او قنديل په لاندې کوټه کې بيده وه. زوی یې د شپې ناوخته کور ته راغلی وو. د قنديل بلوچ پلار وايي چې کله سهار دوی راپورته شول نو د کور مرکزي دروازه خلاصه او زوی یې وتلی وو. په کوټه کې قنديل بلوچ وژل شوي وه. هغه تېزندۍ شوې او تشدد پرې شوی وو. ​

پاکستان کې د هغې ويډيوګانو سخت دريځه کسان غصه کړي وو. نوموړې د کورنيوو چارو وزارت ته په لېږلې خط کې ورپېښو خطرونو له وجې د ځان لپاره امنيت غوښت.
د بشري حقونو د ادارو په خبره پاکستان کې هر کال خوا او شا زر مېرمنې د غيرت په نامه وژل کيږي. د قنديل بلوچ پر مرګ په ټولنيزو مطبوعاتو کې سخت غبرګونونه ښودل شوي او پرون يې پر ضد پيښور کې د مدني ټولنو غړو مظاهره هم وکړه. دوی له حکومته وغوښتل چې د غيرت په نامه د وژنو مخنيوی دې وکړي.

XS
SM
MD
LG