د لاسرسي ځای

د فرانسې حکومت ځوانانو ته ویلي چې امنیتي رضاکاران دې شي


پراګ - د فرانسې حکومت د هېواد پر ځوانانو غږ (ږغ) کړی چې وروستیو خونړیو پېښو ته په کتو، د امنیتي سرتېرو شمېر په زیاتولو کې ورسره مرسته وکړي.

د فرانسې په ساحلي ښار نیس کې د پنجشنبې پر شپه یوه وسله وال د خلکو پر مجمعې لارۍ وخېژوله چې پکې ۸۴ کسان ووژل شول.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر برنارد کازینیوف د جولای پر ۱۶مه ځوانانو ته د رضاکارو په توګه د امنیتي چارو پر مخ وړلو ویلي دي.

د یو نیم کال په موده کې په فرانسې کې درې لوی بریدونه شوي دي چې پکې له ۲۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

فرانسوي ولسمشر د ۲۰۱۵ز کال په نومبر کې د پاریس تر بریدونو وروسته په هېواد کې بیړنی حالت نافذ کړی او له هغه وخت راهیسې یې په عراق او شام کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد هوايي بریدونه زیات کړي دي.

اسلامي دولت وسله والې ډلې ویلي، په نیس کې بریدکوونکی د دوی ((یو سرتېری)) وو.

بریدکوونکی د محمد لحوېج بوهلال په نوم پېژندل شوی چې په تیونس کې زېږېدلی وو.

په نیس کې برید پر داسې وخت وشو چې خلک د سمندرګي غاړې ته ورغونډ شوي ول او د اتلسمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې د فرانسې انقلاب په مناسبت د اورلوبې تر نندارې وروسته کورونو ته روان ول.

تر پېښې وروسته د نیس ښاروال کرېستیان اېستروسې وویل، د لارۍ چلوونکي د خلکو پر مجمعې ډزې هم وکړې. ده وویل، د هغه تر وژنې وروسته یې په ټرک کې وسلې او لاسي بمونه هم وموندل.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د جمعې پر سهار وختي ولس ته په ټیلېوېژني وینا کې وویل، دا ښکاره ترهګر برید وو.

ولاند اسلامي دولت ډلې ته په اشاره وویل، په شام او عراق کې به لا نور اقدامات اخلي او پر هغو به بریدونه کوي چې دوی پر خپله خاوره په نښه کوي.

د امریکا، افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو د نیس برید غندلی دی.

XS
SM
MD
LG