د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې حکومت امنیتي اقدامات اخلي


د فرانسې حکومت د هېواد پر ځوانانو غږ (ږغ) کړی چې وروستیو خونړیو پېښو ته په کتو، د امنیتي سرتېرو شمېر په زیاتولو کې ورسره مرسته وکړي.

د فرانسې په ساحلي ښار نیس کې د پنجشنبې پر شپه یوه وسله وال د خلکو پر مجمعې لارۍ وخېژوله چې پکې ۸۴ کسان ووژل شول.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر برنارد کازینیوف د جولای پر ۱۶مه ځوانانو ته د رضاکارو په توګه د امنیتي چارو پر مخ وړلو ویلي دي.

د یو نیم کال په موده کې په فرانسې کې درې لوی بریدونه شوي دي چې پکې له ۲۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

اسلامي دولت وسله والې ډلې ویلي، په نیس کې بریدکوونکی د دوی ((یو سرتېری)) وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG