د لاسرسي ځای

د قندیل بلوڅ وژنې ضد احتجاجي مظاهره


په پېښور کې د بشري حقونو کارکوونکي وايي، په پاکستان کې ځېنې کسان د وسله والو پرتله د قندیل بلوڅ په څېر خلک د ټولنې لپاره ګواښ ګڼي.

د شنبې پر ورځ په پېښور کې د بشري حقونو فعالانو پر ټولنیزو رسنیو د خپلو ویډیوګانو لپاره پېژندل شوې قندیل بلوڅ د وژنې پر ضد احتجاج وکړ. په احتجاج کې د ښځو حقونو فعاله ثنا اعجاز وویل، دوی په هغه هېواد کې اوسي چې پکې خلک هغو ته ګواښ په سترګه ګوري چې د زړه خبره کوي.

((د قندیل په شان خلک چې پر سوشل میډیا د خپل زړه خبرې شریکوي، هغه موږ ته بد ښکاري، هغه موږ ته د قام، ملک، کلتور او مذهب لپاره خطره ښکاري خو هغو خلکو پر خلاف موږ بالکل غږ نه اوچتوو چې ترهګري خپروي.))

قندیل بلوڅ په وروستیو کې داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې له کبله یې په پاکستان کې بحثونه پیل شول او د دې شخصیت یې لانجمن کړ.

XS
SM
MD
LG