د لاسرسي ځای

د باړې انتظامي مشر وايي، ژر به ټول کډوال کلیو ته ستانه کړي


د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل چارواکي د پېښور خبریالانو له مرکز سره د یادې سیمې اوسېدونکو احتجاجي ناستې ته ورغلي او هغوی ته یې د غوښتنو پوره کولو ډاډ ورکړی. تر دې وروسته د شنبې پر ورځ خلکو خپل احتجاج پای ته ورساوه. پر دې مهال د باړې مرستیال پولیټیکل اېجنټ محمد عارف مشال راډیو ته وویل، ژر تر ژره به شاوخوا ۵۰۰۰ نورې کورنۍ هم خپلو کلیو ته ستانه کړي. نوموړي د نورو مسلو هواري په اړه هم معلومات ورکړل چې په اړه یې دا ویډیو وګورئ.

XS
SM
MD
LG