د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې په زرګونه پوځیان او قاضیان نیول شوي


د شنبې پر شپې هم سلګونه کسان د حکومت ملاتړ په موخه کوڅو ته وتلي ول
د شنبې پر شپې هم سلګونه کسان د حکومت ملاتړ په موخه کوڅو ته وتلي ول

پراګ - د ترکیې چارواکو د ناکامې پوځي کودتا په تور په زرګونه کسان نیولي دي او هغه پوځي اډه یې تړلې چې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د هوايي بریدونو لپاره کارول کېږي.

د استنبول اتاترک هوايي ډګر پروازونو ته پرانیستل شوی دی او په هېواد کې ژوند عادي حالت ته د ستنېدو په حال کې دی.

په ترکیې کې د پوځ یوې ډلې د جمعې پر ماښام د پوځي کودتا هڅه پیل کړه چې ناکامه شوه. د کودتا پر وخت په تاوتریخوالي او په نښتو کې لږ تر لږه ۲۶۵ کسان وژل شوي دي او له ۱۴۰۰ څخه زیات ژوبل شوي ول.

بلخوا د ترکیې حکومت په کودتا کې د ککړتیا په تور د مشکوکه کسانو نیولو ته دوام ورکړی او د هېواد ګڼ پوځي افسران او قاضیان یې نیولي. د جولای پر ۱۶مه چارواکو وویل، نیول شوی لوړپوړی پوځي قومندان اردېل اوسترک نومېږي چې د ناټو چټک غبرګون ځواک مشري یې کوله. د ترکیې حکومت په کودتا کې په څه نا څه شکل د ککړتیا په تور ۲،۷۴۵ قاضیان نیولي دي چې پکې د ترکیې د سترې محکمې یا سپریم کورټ جج هم شامل دی.

د نښتو اندېښنه

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوشوغلو ویلي، د اردغان حکومت وفادار ځواکونو انجیرلیک پوځي اډه په عارضي یا لنډمهاله توګه تړل شوې ده.

د انجیر لیک اډې یو انځور
د انجیر لیک اډې یو انځور

ده وویل، هوايي اډه یې ځکه تړلې چې په هغه ځای کې ځېنو پوځیانو د کودتا ملاتړ کړی وو. حکومت له هغې اډې څخه هم ځېنې پوځیان نیولي دي.

د ترکیې دفاع وزارت هم خبرداری ورکړی چې کودتا خو ناکامه شوې البته امکان شته چې د یاغیانو پلویانو اوحکومتي ځواکونو تر منځ نښتې وشي. دوی وايي، ((نامعلوم شمېر)) حکومت پلوه ځواکونه یاغیانو نیولي دي او ((نامعلومه)) ځای کې یې ساتلي دي.

ګولېن قضیه: د امریکا او ترکیې اړیکي

انقره د کودتا تور پر ۷۵ کلن مذهبي مشر فتح الله ګولېن لګوي چې له ۱۹۹۹ز کال راهیسې د امریکا په پېنسلوېنیا ایالت کې جلاوطنه دی. ګولېن په ترکیه کې د پوځي کودتا هڅه غندلې او په دې کې یې د ککړتیا تور په کلکه رد کړی دی.

ولسمشر رجب طیب اردغان له امریکا غوښتي چې ګولېن دې ورته وسپاري. ده د شنبې پر ورځ وویل، پخوا یې هم امریکايي ولسمشر باراک اوباما ته د ګولېن په اړه ویلي ول چې یا دې له هېواده وباسي او یا دې دوی ته وسپاري.

فتح الله ګولېن وايي په کودتا کې هېڅ لاس نه لري
فتح الله ګولېن وايي په کودتا کې هېڅ لاس نه لري

هلته د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، تر اوسه ورڅخه د ګولېن په اړه داسې غوښتنه نه ده شوې.

((خو موږ پوره وړاندوینه کولای شو چې د ښاغلي ګولېن په اړه به پوښتنې کېږي. ښکاره خبره ده چې موږ به د تل په څېر، له ترکي حکومته غواړو چې په دې اړه شواهد وړاندې کړي.))

خو د ترکیې وزیراعظم بنیالي اېلدرم ویلي، هر هغه هېواد چې د ګولېن ملاتړ کوي به د ترکیې دښمن ګڼل کېږي.

په ترکیې کې په وروستي ځل پوځي کودتا په ۱۹۸۰ز کال کې شوې وه چې په پایله کې یې پوځيانو تر درو کلونو د هېواد چارې چلولې وې. تر دې وروسته هم د ترکیې په سیاست کې د پوځ رول جوت وو چې د رجب طیب اردغان د واکمنۍ پر مهال تر ډېره بریده کم کړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG