د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې ښوونځيوو کې د جينکو شمېر زيات شوی


د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې سږ کال د یاد ولایت په ښوونځیو کې د هلکانو په پرتله نجونې ډېرې شاملې شوې دي. دوی زیاتوي د زده کړو پر ارزښت د خلکو پوهیدل د دې لامل شوي دي، چې دوی تر بل هر وخت ډېرې خپلې نجونې په ښوونځیو کې شاملې کړي.

بل لوري ته د لوګر نجونې زده کوونکې هم په ښوونځیو کې له لوستونو رضایت څرګندوي او وايي چې د کورنیو په شان يې د ښوونځي په چاپیریال کې ښوونکي او مدیران هم زده کړو ته هڅوي.

د لوګر د پوهنې رييس اکبر ستانکزی مشال راډیو ته وايي، چې اوس د یاد ولایت اوسیدونکي پدې پوۍ شوي، چې یوه لوستې ښځه د کورنۍ پوره یو نسل روزلی شي.

اکبر ستانکزی زیاتوي: ((خلک اوس په خپلو لوڼو باندې تعلیم کوي. اړتیا داده چې زموږ په ټولنه کې نارینه او ښځینه دواړه قشره باسواده وي، ځکه یو ښځه په یو کور کې د یو نسل لپاره معلمه کیدای شي، نارینه همیشه په مشکلاتو او بیدیاوو کې وي، خو مور او ښځه هغه څوک دي، چې تل د خپل کور او کلي په ماحول کې پاتې کیږي.))

د کور لخوا هم ډېرې تشویقیږو. که مثال ورکړم زما پلار کمې زده کړې کړي دي، هغه ما تل تشویقوي، هغه وايي زه یتیم وم، ما درس ونشو ویلی خو تاسو ولاړې شئ او درس ووايئ. پلار مو وايي چې دا لوګر او دا افغانستان تاسو ته ضرورت لري

د لوګر د سرخ اباد لیسې یوه زده کوونکې د خپلو درسونو د حالت او د ښوونځي د چاپیریال په باب داسې وايي:

((نوم مې منوره ده، په هر لحاظ مکتب ښه دی، له ښوونکو هم راضي یو،تدریس هم زموږ لپاره په لوړیه سویه پرمخبیول کیږي، په تعلیم کې اول د ځان پېژندنه بیا د الله ج پېژندنه او په درېیم قدم کې خپل هېواد ته خدمت کول دي، غوښتنه مې داده چې د نجونو ښوونځیو ته باید لا ډېره توجه وشي تر څو له هر لحاظه ښه شي.))

د لوګر د بي بي امنې لیسې یوه زده کوونکې، نزله احمدزۍ د ښوونکو سربیره د خپلو کورنیو لخوا د دوی د زیاتې هڅونې خبره کوي:

((زموږ د زده کړو بهیر په رښتیا چې ښه دی. ښوونکي مو مسلکي دي. دوی موږ ته ښه درس راکوي او دوی موږ ډېر تشویقوي، د کور لخوا هم ډېرې تشویقیږو، مثال ورکړم زما پلار کمې زده کړې کړي دي، هغه ما تل تشویقوي، هغه وايي زه یتیم وم، ما درس ونشو ویلای، خو تاسو ولاړې شئ او درس ووايئ، پلار مو وايي چې دا لوګر او دا افغانستان تاسو ته ضرورت لري.))

بل لوري ته د لوګر والي حلیم فدايي که څه هم د کمیت او څومره والي له اړخه د یاد ولایت د زده کوونکو نجونو اندازه ستايي، خو وايي چې د تعلیم په کیفیت کې لا تر اوسه هم جدي ستونزې موجودې دي.

د لوګر د يو ښوونځي زده کوونکې
د لوګر د يو ښوونځي زده کوونکې

حلیم فدايي زیاتوي، ده لپاره د پوهنې بهیر تر هر څه ډېر اهمیت لري او په ښار او ولسوالیو کې د دی بهیر د پرلپسې کتنې او څارنې لپاره په یو ستر کمیت د ځانګړي کمیسیون د جوړولو په لټه کې دی.

حلیم فدايي وايي: ((موږ د دې په خاطر چې د پوهنې سکټور په هر اړخیز ډول وڅیړو، موږ پدې ورځو کې د یو کمیسیون په جوړولو لګیا یو، چې په ترکیب کې به يې د ولایتي شورا، همدارنګه د مدني ټولنو او نورو دولتي او غیر دولتي ادارو او د رسنیو د استازي موجود وي، دوی به ښوونځي په ښوونځي او ولسوالۍ په ولسوالۍ ګرځي دوی به د معارف په اړه اطلاعات راټولوي او هغه نیمګړتیاوې چې د معارف په سکټور کې وي هغه به په نښه کوو او د حل لارې چارې به يې لټوو.))

یاده دې وي، چې په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۰۵ بابه ښوونځي موجود دي، چې د پنځوس زره نجونو په ګډون په کې یو نیم لک زده کوونکي زده کړې کوي، د لوګر په یو شمېر ښوونځیو کې مجهز لابراتوارونه او کمپیوټر خونې هم جوړې شوي، چې زده کوونکي د عملي زده کړو پر مهال ورڅخه ګټه اخلي، په لوګر کې د نجونو اتیا بابه ښوونځي موجود دي، چې هېڅ تړلی ښوونځی په کې نشته.

XS
SM
MD
LG