د لاسرسي ځای

نن پېښور کې د مدني ټولنو غړو، په ټولنيزو مطبوعاتو کې د خپلو ويډيوګانو لپاره مشهورې، پاکستانۍ اداکارې قنديل بلوچ د وژنې پر ضد مظاهره وکړه. مظاهره کې شاملې، ثنا اعجاز مشال ريډيو ته وويل چې حکومت بايد د قنديل بلوچ ورور ته چې هغه يې ووژله، سزا ورکړي.

د پنجاب د ملتان پوليسو د عامه اړيکو يو چارواکي ظهيرالدین بابر نن مشال ريډيو ته وويل چې قنديل بلوچ نن د خپل ورور په لاس وژل شوي. چارواکو دا د غيرت په نامه قتل بللی دی. پوليس وايي د قنديل بلوچ قاتل ورور د نيولو په لټه کې دي.

د نوموړي په خبره قنديل له يوې هفتې راهيسې ملتان کې خپلې سيمې ته د اختر لمانځلو لپاره تللې وه.

د قنديل بلوچ پلار پوليسو سره د خپلو شپږو زامنو څخه د دوو خلاف ايف، آيي، آر درج کړی دی. په ايف، آيي، آر کې راغلي چې د هغه يو زوی وسيم د هغه د بل زوی په وينا چې په پوځ کې نايب صوبيدار دی قنديل ووژله.

پلار يې زياتوي چې دی او ميرمن يې د کور پر چت او قنديل په لاندې خونه کې بيده وه. زوی یې د شپې ناوخته کور ته راغلی وو. د قنديل بلوچ پلار وايي چې کله سهار دوی راپورته شول نو د کور مرکزي دروازه خلاصه او زوی یې وتلی وو. په کوټه کې قنديل بلوچ وژل شوي وه. هغه تېزندۍ شوې او تشدد پرې شوی وو.

د قنديل بلوچ اصلي نوم فوزيه عظيم وو. هغې په دې وروستيوو کې داسې ويډيوګانې خپرې کړي چې پاکستان کې يې د سخت دريځو غصه راوپاروله. نوموړې د کورنيوو چارو وزارت ته په لېږلې يو خط کې ويلي وو چې ژوند ته يې خطر دی نو ځکه د ځان لپاره امنيت غواړي.

د قنديل بلوچ پر مرګ په ټولنيزو مطبوعاتو کې سخت غبرګونونه ښودل شوي دي.

د پنجاب په صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) غړې، حنا پرويز بټ پر ټويټر پاڼه د قندېل بلوچ د مرګ ډير دردوونکی بللی دی او ويلي يې دي چې هيڅوک د چا د ژوند اخيستو حق نه لري.

د بشري حقونو د ادارو په خبره پاکستان کې هر کال خوا او شا زر مېرمنې د غيرت په نامه وژل کيږي. له حکومته بيا بيا غوښتل شوي چې د دې وژنو د مخنيوي لپاره دې سخت ګامونه واخلي.

قندېل بلوچ له ۲۰۱۴ کال راهيسې خپلې ويډيوګانې جوړولې. هغې به دا پر فيس بوک شريکولې. د پيپلز ګوند د مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري لور بختاور زرداري بهټو پر خپله ټويټر پاڼه قاتل ته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د هندوستان مشهورې اداکارې راکهي ساونت په يوه ويډيو کې د پاکستان له وزيراعظم نوازشريف غوښتې چې د خپل هيواد د ميرمنو ژوند خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG